د ولسمشرۍ ۵ نوماندانو خپلې تګلارې اعلان کړې

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۱ کانديدان ولاړ دي، چې پنځو يې نن خپلې تګلارې اعلان کړې

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مهالویش سره سم، د ولسمشرۍ کاندیدانو په رسمي ډول خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پيل کړې.

حفیظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، نوماندانو له تېرو څو ورځو راهیسې د رسمي کمپاین پیلېدو ته چمتووالی نیوه.

د کاندیدانو غونډو ته د هغوی سلګونه پلویان له بیلابیلو ولایتونو ورغلي وو او د خپلو کاندیدانو ویناوې يې بدرګه کولې.

اشرف غني احمدزی

اشرف غني احمدزي د کمپاين پر لومړۍ ورځ د بدلون خبره کوله.

ده نړیوالو او افغان ژورنالستانو ته په خطاب کې وويل، که د فساد څرک مو ولګاوه او شواهد یې موجود و، نو په فساد کې ښکېل کسان به حتمآ مجازات کېږي.

عبدالقیوم کرزی

قیوم کرزي بیا په خپله وینا کې وویل، که و لسمشر شي، په دولتي ادارو کې به د میرمنو ونډه ونډه ډېره کړي.

ده وويل په افغانستان کې امنيت راوستل او د سولې د بهير دوام به يې په لومړيتوبونو کې وي.

ګل اغا شیرزی

ګل اغا شیرزي خپلو سلګونه پلویانو ته ویل، که ولسمشر شي، لومړنی کار به د سولې ټینګښت، بيا رغونه او د اقتصاد غوړول وي.

ده زياته کړه چې د بلدوزر په څېر به د افغانستان بیارغونې ته کار وکړي.

عبدالله عبدالله

د ولسمشرۍ بل کاندید عبدالله عبدالله په کابل کې خپلو راټولو شویو پلویانو ته خبرو کې د هیواد پر یووالي او وملي وحدت ټینګار کاوه.

ده ويل که ولسمشر شي د زندانيانو ژوند ته به ډېر پام کوي.

هدایت امین ارسلا

د ولسمشرۍ کاندید هدایت امین ارسلا په خپله لنډه وینا کې ټینګارکاوه، چې لومړی کار به یې د فساد پر ضد مبارزه وي، اقتصادي پیاوړتیا لپاره به کار کوي او د عدالت د پلې کیدو لپاره به هڅې کوي.

د کمپاین پر لومړۍ ورځ د کاندیدانو ویناوې د يو شمېر محلي تلویزیونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدې.

د انځور حقوق
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په دې موده کې به کاندیدان خپلې طرحې او پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له رسنیو غوښتي، چې د کاندیدانو د تبلیغاتو په خپرولو کې بې پرې والی په پام کې ونیسي.

د کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین له پيل سره سم، د کابل ښار په ځینو واټونو او سړکونه باندې د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو عکسونه او شعارونه ځوړند لیدل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاءالحق امرخیل بي بي سي ته وویل، د ولسمشرۍ نوماندان دوه میاشتې او د ولایتي شوراګانو نوماندان د کمپاین لپاره یوه میاشت وخت لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په دې موده کې به کاندیدان خپلې طرحې او پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

ورته مطالب