د ولسمشرۍ د نوماندانو کمپاین په رسمي توګه پیل شو

Image caption د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته ۱۱ کسان نوماند شوي.

د کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین کارکوونکو د یکشنبې پر ورځ (دلو/سلواغه ۱۳) پر ګهیځ د کابل پر ځینو واټونو د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو عکسونه او شعارونه ځوړند کړل.

دوی له څو ورځو راهیسې د رسمي کمپاین پیلېدو ته چمتووالی نیوه.

په کابل کې د ولسمشرۍ پنځو کاندیدانو (اشرف غني احمدزي، عبد رب الرسول سیاف، عبدالقیوم کرزي، ګل اغا شیرزي او عبدالله عبدالله) لومړۍ ټاکنیزې غونډې پيل کړې دي.

نن د ولسمشرۍ پنځو کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین لومړنۍ غونډې پیل کړې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دوو میاشتو پورې د ټاکنیزو منډو ترړو پروړاندې د نوماندانو او د هغوی د انتخاباتي غونډو امنیت لویه ننګونه بولي.

د دغه کمیسیون چارواکي وايي، د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د کړنو لپاره یې د څار مشخص پروګرامونه طرحه کړي چې سر له سبا به عملي شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاءالحق امرخیل بي بي سي ته وویل، چې د ولسمشرۍ نوماندان دوه میاشتې او د ولایتي شوراګانو نوماندان د کمپاین لپاره یوه میاشت وخت لري:

''د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو ته د کمپاین لپاره دوه میاشتې او د ولایتي شوراګانو کاندیدانو ته یوه میاشت وخت ټاکلی. د دلو/سلوغې له ۱۳ د حمل/وري تر ۱۳ پورې د ولسمشرۍ کاندیدان خپل کمپاینونه کولی شي. او د حوت/کب له ۱۳ د حمل/وري تر ۱۳ پورې د ولایتي شوراګانو کاندیدان خپل تبلیغات کولی شي''.

ښاغلی امرخیل وايي، تمه لري، چې کاندیدان د یکشنبې په ورځ (دلو/سلواغه ۱۳) په رسمي توګه د کاندیدانو کمپاین د کمیسیون له لوري له مقرراتو سره سم پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، په دې موده کې به کاندیدان خپلې طرحې او پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.

دغه کمیسیون وايي، چې لویه اندېښنه یې د ټاکنو پرمهال د ناامنیو ډېروال دی، چې په وینا یې دغه ټاکنې د جګړې د جریان پرمهال ترسره کېږي، خو تمه لري چې تر دوو میاشتو پورې د هېواد امنیت ښه شي:

''د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ناامنیو په اړه اندېښنه لري، ځکه چې دغه ټاکنې د جګړې د جریان پرمهال ترسره کېږي، خو له نوماندانو او امنیتي ارګانونو سره د ناستو پلان لري، چې وکړای شي د دوی امنیت خوندي کړي''.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته تر لسو میلیونو افغانیو پورې د لګښت اجازه ورکړل شوې ده، او د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې یو میکانیزم جوړ کړی، چې پر بنسټ یې د کاندیدانو لګښتونه څارل کېږي.

ضیاء الحق امرخیل وویل، چې د کاندیدانو پر کمپاینونو مشخص څارونکي نه لري، خو د دوی ولایتي کارکوونکي به د ټاکنیزو مبارزو په غونډو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال په حمل/وري میاشت کې ترسره شي، خو ناامني یې لاهم پر وړاندې ترټولو ستره ننګونه بلل کېږي.

ورته مطالب