هرات کې د عبدالله د ټاکنیز کمپاین کارکوونکي وژل شوي

عبدالله عبدالله د انځور حقوق AFP
Image caption عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند و، خو د ټاکنو تر لومړنیو لانجمنو پایلو وروسته هغه له دویم ځل ټاکنو پښه شا ته کېښوده.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر کمپاین یوه ورځ مخکې په لوېديځ هرات ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو د یوه کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

هرات کې زموږ خبریال محمد قاضي زاده د امنیتي چارواکو په حواله ویليو چې په دې ښار کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د شنبې ورځې (سلواغه ۱۲) ماخوستن اته بجې د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین سیمه ییز مشر له خپل یوه بل همکار سره په نښه او وواژه.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز کمپاین د خپلو دوو کسانو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د نوموړي د ټاکنیز کمپاین ویاند فاضل سنچارکي د فرانسې خبري اژانس ته منلې ده، چې "ویلای شم ووایم چې وسله والو زموږ د ټاکنیز سیمه ییز دفتر مشر ډاکټر همدرد له خپل یوه بل ملګري سره نن ماښام په هرات کې وژلي دي".

عبدالله عبدالله د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند و، خو د ټاکنو تر لومړنیو لانجمنو پایلو وروسته هغه له دویم ځل ټاکنو پښه شا ته کېښوده.

د ولسمشریزو ټاکنو منډې ترړې او رسمي کمپاین تېره شپه ۱۲ بجې پیل شو، چې په ځینو ښارونو کې نوماندانو خپل لوی عکسونه ځړولي دي.

د کمپاین دغه موده د سلواغې له ۱۳ د حمل/وري تر ۱۳ پورې دوام مومي.

د افغانستان د حکومت لپاره د راتلونکو ټاکنو پروړاندې امنیتي ننګونې تر ټولو ډېرې لویې اندېښنې ګڼل کېږي او طالبانو هم ګواښ کړی، چې د راتلونکو ټاکنو د ګډوډولو پوره هڅه به وکړي.

پر همدې مهال، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کابل کې له ځینو امنیتي چارواکو او نوماندانو سره ناسته لرله، او د راتلونکو ټاکنو پرمهال یې د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو پر موضوع ګانو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، چې د تړل شویو ورونو تر شا وه، ځینو نوماندانو، د هغوی مرستیالانو، د کورنیو چارو وزیر او ځینو نورو امنیتي چارواکو ګډون کړی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د غونډې پیل کې وویل، چې نوماندانو د خپل امنیت په باره کې اندېښنه وښوده.

خو غونډې ته د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي وویل، چې له کلونو راهیسې عام خلک او چارواکي له ناامنیو کړېږي.

هغه زیاته کړه چې د نوماندانو او د ټاکنو د امنیت لپاره یې ځانګړي پروګرامونه پام کې نیولي، او هڅه یې دا ده چې د ناامنیو مخه تر خپله وسه ونیسي.

Image caption د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دوو میاشتو پورې د ټاکنیزو منډو ترړو پروړاندې د نوماندانو او د هغوی د انتخاباتي غونډو امنیت لویه ننګونه بولي.

شنونکي وايي، د ولسمشرۍ ویاند عبدالله عبدالله هغه یوازېنۍ کاندید دی، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون ژر لاسلیکېدا ته لېواله دی.

نوموړی په دې اند دی، چې ګني تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د زرګونو امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د هېواد لپاره ښه دي.

په افغانستان کې د روان ۲۰۱۴ کال ترپایه د امریکايي جنګېدونکو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسېږي، خو که چېرې امنیتي تړون لاسلیک شي، شاید زرګونه امریکايي پوځيان په هېواد کې پاتې شي.

خبریالان وايي، شاید راتلونکې ټاکنې په امن فضا کې ترسره نه شي؛ ځکه چې په وینا یې دغو ټاکنو ته د ۱۹۹۰ کلونو د کورنیو جګړو ځینې مخکښان او مخکني جنګسالاران هم کاندیدان شوي دي.

ورته مطالب