"ولسمشر دې د کانونو قانون د فرمان په وسیله توشیح نه کړي"

د انځور حقوق bbc
Image caption ویل کېږي، چې افغانستان کې تر خاورو لاندې شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي.

افغانستان کې د طبیعي سرچینو څار یو مرکز له افغان ولسمشره غواړي، چې د ملي شورا له تصویب مخکې د کانونو قانون مسوده د فرمان په وسیله توشیح نه کړي.

پر طبیعي سرچینو د څار مدني شبکه په نامې مرکز وايي دغه مسوده لسګونه مواردو اصلاح ته اړتیا لري، چې باید د ملي شورا له رخصتیو وروسته یې ارزونه وشي.

دغه مرکز خبرداری ورکړی، که دغه مسوده له په کې شته تېروتنو او نیمګړتیاوو سره اجرايي شي، له طبیعي سرچینو به تر لاسه کېدونکې ډېره ګټه یوازې د مافیا او یو شمېر دولتي مقاماتو په برخه شي.

خو بل لور ته ولسي جرګې کې د طبیعي زېرمو کمېسیون وايي له اوږدې مودې پورې یې پر دغه قانون کار کړی او د ملي شورا له رخصتیو پائ ته رسېدو وروسته به د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې شي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې لیکي پر طبیعي سرچینو د مدني ټولنې د څار شبکه وايي، داسې رپوټونه لري، چې ګواکې افغان ولسمشر غواړي د ملي شورا د رخصتیو پر مهال د یوه تقنیني فرمان په صادرولو سره د کانونو قانون مسوده اجرا ته وړاندې کړي.

د دغه مرکز یوه غړي ابراهیم جعفر خبریالانو ته وویل، که د کانونو قانون لومړنۍ لیکل شوې نسخه د فرمان له مخې تصویب شي، د افغانستان ملي ګټې، شفافیت او حساب ورکول به خطر سره مخامخ شي.

د کانونو قانون نوې طرح ۱۹ څپرکي او ۱۱۲ مادې لري، چې له څو میاشتو راهیسې د ملي شورا تصویب ته انتظار دی.

ویل کېږي، چې اوس هم د افغانستان په یو شمېر برخو کې په غیر قانوني او غیر مسلکي توګه طبیعي زېرمې ایستل کېږي.

افغانستان کې د روڼوالي مرکز یو څېړونکی جاوید نوراني وايي د افغانستان د کانونو قانون نوې مسوده به د افغانستان پر طبیعي زېرمو مافیا لاس بری کړی.

خو بل لور ته په ولسي جرګه کې د طبیعي زېرمو او چاپېریال ساتنې کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي وايي د دغه قانون پر مسوده د ملي شورا اړوند کمېسیونونو د کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په سلا مشوره خورا ډېر کار کړی او اوس یوازې د ملي شورا د رایې اچوونې بهیر ته پاتې دی.

د نوموړي په خبره دوی دغه مسوده کې ډېر بدلونونه نه دي راوستي، ځکه وايي د دغې مسودې ډېرو مادو په برخه کې د ملي شورا او حکومت تر منځ د نظر اختلاف نه شته.

د ښاغلي مجیدي په وینا دی فکر نه کوي، چې په داسې شرایطو کې به ولسمشر د فرمان له لارې د دغه قانون توشیح ته اړتیا ویني.

افغانستان کې داسې ۱۴۰۰ ځایونه په نښه شوي، چې ویل کېږي، طبیعي زېرمې په کې شته.

د افغانستان حکومت او د ځمکې پېژندنې یو شمېر نړیوالو ادارو له لوري تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې افغانستان کې تر خاورو لاندې شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي.

ورته مطالب