له وخت وړاندې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ژمنې

Image caption په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ١١ کانديدان بخت ازمايي، چې د ولسمشر کرزي ځای ونیسي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د کانديدانو له خوا د انتخاباتي کمپاين په دويمه ورځ هم ځینو کانديدانو خپلو ملاتړو ته ويناوې وکړې.

په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ١١ کانديدان بخت ازمايي، چې د ولسمشر کرزي ځای ونیسي.

نن ( فبروري ۳ ) زلمي رسول او قطب الدین هلال خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.

ښاغلي رسول وویل، که و لسمشر شي، ۵۰ سلنه د حکومت چارې به ځوان نسل ته ځانګړې کوي.

ښاغلي هلال بیا په خپلو خبرو کې بیا پر اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې او ويې ویل که واک ته ورسېږي، اسلامي نظام به راولي.

حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې وايي،افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رسمي کمپاین له پيل راهیسې، د کاندیداند ټاکنیزې منډې ترړې اوس ورځ تر بلې ډېرېږي.

د کاندیدانو پلویان له بیلابیلو ولایتونو پلازمېنې کابل ته راځي او د خپلو نوماندانو ویناوې بدرګه کوي.

د انتخاباتي کمپاین پر دویمه ورځ زلمي رسول او قطب الدین هلال په کابل کې خپلو راټولو شویو پلویانو ته ویناوې وکړي.

ښاغلي هلال پر اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې او هغه یې له فساده ډک حکومت وباله.

نوموړي په روښانه ټکو دا ځل وویل، چې د ګلبدین حکمتیار په مشري اسلامي حزب غړی دی او د ده په وینا په افغانستان کې یوازې یو اسلامي حزب شته.

ښاغلي هلال په خپلو خبرو ټینګار کاوه، چې که واک ته ورسېږي، د سولې بهیر لپاره چټکې هڅې کوي اوحکومت د اسلامي ارزښتونو پربنسټ جوړوي.

په همدې حال کې د لویې جرګې په خیمه کې د ولسمشرۍ بل کاندید زلمي رسول هم دهغه پلویانو ته خپله تګلاره روښانه کړه.

ښاغلي رسول ژمنه وکړه، که واک ته ورسېږي، په حکومت کې نیمايي ونډه ځوانانو ته ورکوي.

په کابل کې د ولسمشرۍ د ځینو کاندیدانو ویناوې په ژوندۍ بڼه د ځینو سیمه ییزو رسنیو له لارې خپرېدې.

د طالبانو د رژیم له پر ځیدو وروسته، دا په افغانستان کې د ولسمشرۍ دریمې ټاکنې دي. دغه ټاکنې له پخوانیو سره ډېرتو پیر لري، په دې معانا چې دا به دافغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې له یو ټاکل شوي ولسمشر نه بل منتخب ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک لېږدل کېږي.

ورته مطالب