ملي امنیت:د ډله ییز ځانمرګي بريد مخه نیول شوې

Image caption د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند وایي له نیول شوو کسانو سره یې وسلې او چاودېدونکي توکي نیولي دي

د افغانستان د ملي امینت اداره وایی، دوه تنه چې غوښتل یې په پلازمېنه کابل کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي نيولي دي.

د ملي امنیت مسولین وایي دا کسان د کابل جنوب کې د چار اسیاب ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت د عمومي ا دارې ویاند فرید شمال بي بي سي ته وویل نیول شوو کسانو هوډ لاره چې د ولسمشریزو ټاکنو د نومآندانو په غونډو بریدونه وکړي.

نوموړي په دې اړه چې ځانمرګو بریدونو د کوم نومآند دغونډو په نښه کېدو هوډ لاره خو ویې منله که د دې برید مخه یې نه وای نیولې نو په کابل کې به لوی ځانمرګي بریدونه شوي وای.

ښاغلي شمال وویل د دغو کسانو د نیولو په ترڅ کې یې څلور ځانمرګي واسکټونه، څلور میله کلاشینکوف، اووه تومانچې، څلور لاسي بمونه، اووه له لرې کنترولېدونکي بمونه، اووه مقناطیسي بمونه او د چاودېدونکو توکو ځینې کڅوړې نیولې دي.

د ملي امنیت ویاند وویل دغو کسانو چاودېدونکي توکي او وسایل له شمالي وزیرستانه د افغانستان جنوب ختیځ خوست ولایت ته او وروسته یې کابل ته لېږدولي و چې همدلته ځانمرګي بریدونه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت مسولین وایی نیول شوي کسان د افغانستان حکومت مخالفې حقاني شبکې غړي دي.

خو د حقاني شبکې په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

کابل په تېرو دوو ورځو کې د ولسشمریزو ټاکنو د نومآندانو د غونډو شاهدو و.

تېره ورځ یوه مقناطیسي بم د کابل په ختیځ کې په یوه دیني مدرسه کې دوه تنه ټپي کړل.

افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې د تاریخ له سختو شېبو تېریږي.

دوې میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او په دې لړ کې افغان امنیتي ځواکونو سخت امنیتي تد بیرونه نیولي دي.

ورته مطالب