د افغانستان شمال کې واورې او سړې هوا ۱۰ کسان وژلي

Image caption په افغانستان کې د ژمي له رسېدو سره سم پر ځینو سیمو د واورو خطرناکې څپې راځي، چې هر کال په کې ولسي خلک اغېزمنېږي.

د افغانستان په شمال کې سیمه ییزو چارواکو د واورو ښویېدو او سړې هوا له کبله د لسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د شمالي ولایت جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په درز اب ولسوالۍ کې ۱‍۰ کسان د سختې یخنۍ او واورې ښویېدو له کبله وژل شوي.

په همدې سیمه کې د یخنۍ له کبله نژدې یونیم زر څاروي هم هلاک شوي دي.

د درزاب مرستیال ولسوال محمد رحیمي وايي، هلته ډېره واوره شوې، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د هغه په وینا، دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې د واورو له کبله تړل شوې دي، چې د سیمې نژدې پنځه زره وګړي له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، چې وګړي ګرمو جامو، خوراکي توکو او نورو روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، په سیمه کې یو متر واوره شوې، چې تر اوسه حکومت د ستونزې د هواري لپاره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

پر دې سربېره، د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.

څو ورځې مخکې هم په دوو جلا طبیعي پېښو کې د بدخشان او بامیان ولایتونو ۹ وګړي وژل شوي وو.

په افغانستان کې د ژمي له رسېدو سره سم پر ځینو سیمو د واورو خطرناکې څپې راځي، چې هر کال په کې ولسي خلک اغېزمنېږي.

د افغانستان پر حکومت تر ډېره نیوکه دا ده چې د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې یې له پېښو وړاندې د مخنیوي هېڅ تدابیر نه دي نیولي.

ورته مطالب