د خبریالانو په وړاندې تاو تریخوالی کم شوی دی

د انځور حقوق
Image caption د خبریالانو د خوندیتوب وایي ښایي د راتلونکو ټاکنو پرمهال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰‍۱۳ کال د دویمې نیمايي پخپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي، د همدې کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۱۵ سلنه راټیټه شوې ده.

پر همدې همهال د ۲۰۱۳ کال په دویمه نیمايي کې له خبریالانو سره د زورزیاتي ۳۵ پېښې ثبت شوې چې ۶۳ سلنه پړه یې پر حکومتي چارواکو او کارکوونکو اچول شوې ده.

راپور وايي، طالبان له خبریالانو سره تاوتریخوالي کې ۱۷ سلنه ښکېل دي او زورواکي وسله وال او ناپېژاند وسله وال کسان بیا د خبریالانو په تاوتریخوالي کې ۱۲ سلنه دخیل ښوول شوي.

دغه کمېټه خبرداری ورکوي چې د راتلونکو ټاکنو پرمهال ښایي له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شي.

لکه چې هدایت الله همیم کاږي، د ۲۰۱۳ کال په دویمه نیمايي کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي موضوع د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د نننۍ(پنجشبنې، سلواغې ۱۷مې) ناستې اصلي ټکی و.

دغې کمېټې په یوې خبري غونډه کې د کورنیو رسنیو له خوا د راتلونکو ټاکنو د پوښښ پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د دغې کمېټې ویاند عبدالقیوم ویاړ وویل د خبریالانو پرضد تاوتریخوالي کې حکومتي چارواکي او کارکوونکي ډېر ښکېل دي. "د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ښوول شوې سلنه کې له خبریالانو سره د حکومتي چارواکو او کارکوونکو چلند ښه نه و چې تېر ځل هم دا کچه لوړه وه."

د دغه بنسټ چارواکي وايي، اټکل دی د راتلونکو ټاکنو پرمهال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شي؛ ځکه چې په وینا یې "معلوماتو ته د لاسرسي حق" د دې لامل ګرځي چې خبریالان تر فشار لاندې راشي او پر همدې مهال د ټاکنو په رانژدې کېدو سره به د طالبانو خوځښتونه او د جنګسالارانو د ګټو خوندي کولو لپاره فعالیتونه ډېر شي."

بل خوا، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي ډېر کله د خبریالانو د ناکافي تجربې او روزنې له کبله دوی ځورول کېږي.

د کابل مېشتي کابل نیوز تلویزیون مدیر او خبریال نذیر احمد سهار په دې اړه داسې وايي:

"څومره چې زموږ په کورنیو رسنیو کې ځینې خبریالان نامسلکي چلند کوي، هومره زموږ په امنیتي او نورو حکومتي ادارو کې کارکوونکي او چارواکي له رسنۍ سره د چلند ستونزه هم لري چې دوی غیر مسلکي چلند ورسره کوي."

نړیوالې رسنۍ په کال کې یوځل خبریالانو ته مسلکي روزنه ورکوي چې له خپلو کاروونکو سره دغه روزنه د جګړې، مظاهرو او نورو تاوتریخجنو پېښو پرمهال د ځان په ساتلو کې همکاري کولی شي، خو په کورنیو رسنیو کې بیا د خوندیتوب مساله ډېره نه ده مطرح.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د نړیوالو بنسټونو په مالي همکارۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې فعالیت کوي چې وايي په ټولو ولایتونو کې د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي د پېښو ثبتولو او ارزولو لپاره کارکوونکي لري.

ورته مطالب