د ټاکنو ټول اړین توکي چمتو شوي

د انځور حقوق
Image caption په ډېرو ولایتونو کې تر اوسه هم چې شاوخوا د ټاکنیز کمپاین له پیله یوه اونۍ تېره شوې ډیر نوماندان پر دې نه دی توانېدلي چې هلته دفترونه پرانیزي او یا هم خپلې تګلارې د خلکو تر غوږونو ورسوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي د ټاکنو لپاره ټول اړین توکي چمتو شوي او هغه رای پاڼې هم تر کابله رسېدلي چې د چاپ لپاره عربي متحده ایالتونو ته یې سپارښتنه شوې وه.

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې کاږي، په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته په لنډېدو سره دا اندېښنې هم راولاړېږي چې ګواکې هغه اړین توکي چې د ټاکنو پر ورځ کاریږي یا ونه رسیږي او یا به یې په رسېدو کې خنډ او ځنډ پېښ شي.

تر ټولو زیاتې اندېښنې د هغو رای پاڼو په اړه دي چې له افغانستانه د باندې چاپیږي، خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل وايي ټولې هغه میلیونونه رای پاڼې تر دوی وررسېدلې چې د ټاکنو پر ورځ ورته اړتیا لیدله کیږي..

خو که تر کابله دغه توکي رسېدلي هم وي، نورو لرو پرتو ولایتونو، ولسوالیو او د ټاکنو مرکزونو ته د دغو توکو رسول هغه هم د درنو واورو او شړکنده بارانونو په وریدو سره ښايي له ستونزو خالی نه وي.

Image caption د ټاکنیزو تبلیغاتو په لومړیو ورځو کې د کاندیدانو تبلیغاتي دفترونه ډېر فعال و.

ښاغلی امرخېل وايي چې د ټاکنو د مهال وېش له مخې چې پخوا جوړ شوی دوی دغو ټکو ته لا له وړاندې په تابیا کې ول ، هغه وايي چې دوی به د خپل مهال وېش سره سم دغه توکي ټاکل شویو مرکزونو ته ورسوي.

که درندو واورو او شړکنده بارانونو د ټاکنو لپاره د کمیسون پیل شوې هڅې نه وی ټکنی کړي، خو د ټاکنیزو منډو تړلو او تبلیغاتو به برخه کې یې نوماندانو ته ګڼې ستونزې پیښې کړې دي.

په ډېرو ولایتونو کې تر اوسه هم چې شاوخوا د ټاکنیز کمپاین له پیله یوه اونۍ تېره شوې ډیر نوماندان پر دې نه دی توانېدلي چې هلته دفترونه پرانیزي او یا هم خپلې تګلارې د خلکو تر غوږونو ورسوي.

ورته مطالب