افغانستان کې بېلابېلو پېښو ۲۷ کسه وژلي

د انځور حقوق
Image caption په هلمند کې سړې هوا پنځه شپانه وژلي دي

د سرپل ولایت په کوهستانونو ولسوالۍ کې یو ټونس ډوله موټر له سړک نه ښویېدلی او په کې ناستې ۱۲ سپرلۍ يې سیند ته غورځېدلي دي.

ولايتي چارواکي وايي له دغو ۱۲ کسانو يو يې په ټپي حالت کې ژوندی وتلی او پاتې نور يې مړه شوي دي.

خوشحال تايب په خپل راپور کې کاږي، د سرپل والي عبدالجبار حقبين بي بي سي ته ويلي، چې په دغه پېښه کې څلور ماشومان او يوه ښځه هم وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د هلمند ولایت په ګرم سېر ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل دوه کسه د يوې خونې د چت د پرېوتو له امله مړه شوي دي.

دی وايي پنځه کسه نور پوونکي/ شپانه دي چې سړې هوا وژلي دي.

د والي وياند وايي سړې هوا سلګونه څاروي هم وژلي او خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

بل خوا د کندوز ولايت په امام صيب ولسوالۍ کې په يوه کور کې د ګازو د ډبې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.

تاوتریخوالی

Image caption په کندوز او غزني کې د ګازو له امله اووه کسه مړه شوي دي

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې چارواکي وايي يوې چاودنې يو کس وژلی او اته نور يې ټپيان کړي دي.

چاودنه نن له غرمې مخکې د جلال اباد ښار په دویمې ناحیې کې شوې چې له امله یې یوه درې کلنه ماشومه وژل شوې ده.

په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته وویل چاودېدونکي توکي له ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې په یوې ریکشا کې ځای پر ځای کړای شوي وو.

تر اوسه چا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

بل خوا په غزني کې د بېلابېلو چاودنو په ترڅ کې څلور کسه وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

دغزني د والي مرستیال محمد علی احمدي وایي نن سهار وختي ناور ولسوالۍ کې درې تنه هغه مهال مړه اودرې نور ټپیان شول چې د دغې ولسوالي د بازار په یوه دوکان کې د ګازو يوه ډبه وچاودیده.

دغه راز د اندړو په ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

ورته مطالب