م. م: ملکي مرګ ژوبله ۱۴ سلنه لوړه شوې

د انځور حقوق
Image caption د ملګرو ملتو راپور وايي تېر کال ۲۳۵ ښځې او شاوخوا ۲۰۰ ماشومان وژل شوي دي

ملګري ملتونه وايي تېر کال په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو یو راپور وايی په ۲۰۱۳ کال کې د تاوتريخوالي په پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل دي.

په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې شاوخوا ۵۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتو ځانګړی استازی یان کوبیش د هغه سازمان د کلنی رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه رپوټ د افغانستان په روان کړکیچ کې زړه بوګنونکی رپوټ دی چې تر ډیره د خلکو د خواشینۍ سبب ګرځي ، هغه وايي په ۲۰۱۳ کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله کټ مټ په ۲۰۱۱ کال کې د تلفاتو شمیرو ته ورته ده چې دا د هغه له نظره په دغه هیواد کې په شاتګ دی:

''زه ډیر خواشینی یم چې تاسو ته دا خبر درکوم ، ځکه دا ډیر بد او خواشینونکی خبر دی ، په افغانستان کې د روان اخ وډب له امله د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی ، که چیرته څوک د ۲۰۱۲ کال رپوټ له دغو شمیرو سره پرتله کړي دا یو په شا تګ ته پاتې کیږي او کټ مټ هغو شمیرو ته ورته دي چې په ۲۰۱۱ کال کې موږ لرلې ، په ۲۰۱۳ کال کې د مرګ ژوبلې کچه ۱۴ سلنه پورته شوې ده، چې په دغه کال کې د ولسي وګړو قاتلین د دولت وسله والې مخالفې ډلې وې، په دې مانا چې ۷۴ سلنه خلک د دوی پر بریدونو کې وژل شوي، دا رنګه د دولتي ځواکونو په بریدونو کې اته سلنه او د نړیوالو ځواکونو به بریدونو کې درې سلنه ولسي افغانان وژل شوی دي.''

د انځور حقوق
Image caption په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۲۳۵ ښځې وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نورې ټپيانې شوي دي.

ښاغلي کوبیش زیاته کړه چې ددغو مرګ ژوبلو تر شا د وسله والو طالبانو، اسلامي حزب، د حقاني شبکه او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د غړو لاس دی.

لکه څرنګه چې کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې لیکي، د ملګرو ملتو د راپور موندنې ښيي چې ملکيانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د سړک غاړې بمونو او د حکومت او مخالفينو ترمنځ ځمکنيو جګړو اړولې ده.

د یونما د بشري حقونو د برخې مشره جورجت گنیان وايي چې د دغو پیښو ګڼ قربانیان ماشومان او میرمنې دي چې د ځای پر ځای شویو بمونو او نورو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي:

''د سړک غاړې د بمونو ډیر کارول، لکه همغسې چې مخکې موږ وویل، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ډیریدو مهم لامل دی.

ټول هغه شلخي بمونه، که هغه په بایسکلونو کې او یا د سړک تر غاړې ایښودل شوې وو، که په پارکونو کې ځای پر ځای شوې وو او که په ځانمرګو بریدونو کې کارول شوې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسې مرګ ژوبلې نیمايي د همدغو چاودنو له امله رامنځ ته شوې ده.''

په افغانستان کې طالبانو په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې د یونما وروستی رپوټ په کلکه رد کړی او هغه شمیرې یې له حقیقته لرې بللی چې ملګرو ملتونو پخبل کلني رپوټ کې یادې کړي دي.

بله غاړه بیا په افغانستان کې سوله ساتو ځواکونو ایساف په خپره شوې اعلامیه کې د ملګرو ملتو د دغه رپوټ هر کلی کړی، دغو ځواکونو ویلي چې په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې ټیټوالی د دې ځرګندونه کوي چې هغوی د ولسي خلکو خوندیتوب ته ژمن دي.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۷۴ سلنه ملکي تلفات وسله والو مخالفينو، ۱۱ سلنه يې حکومت پلوه ځواکونو 'اته سلنه افغان او درې سلنه بهرنيو ځواکونو' اړولي دي.

لس سلنه ملکي تلفات د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې رامنځته شوي او پاتې پنځه سلنه هېڅ يوه لوري ته نه دي منصوب شوي.

په راپور کې ویل شوي په سیمه کې د جګړې سختېدو د ملکي وګړو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي دفتر يوناما وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۲۳۵ ښځې وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نورې ټپيانې شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په دغه کال کې نژدې ۲۰۰ ماشومان وژل شوي او نژدې ۳۲۰ نور يې ټپيان شوي دي.

راپور وايي په تېرو پنځو کلونو کې نژدې ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۲۰۰ ماشومان وژل شوي او نژدې ۳۲۰ نور يې ټپيان شوي دي.

په راپور کې د جګړې له ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول له وسله والو مخالفينو غوښتل شوي، چې د ملکيانو خونديتوب ته پام وکړي.

راپور کاږي، د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتلو د مخالفو وسله والو لپاره دا زمینه برابره کړې چې پر افغان امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي.

ملګرو ملتونو دا رنګه ویلي چې د ۲۰۱۴ کال په لومړی میاشت کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه اندیښمنونکې ده او له ټولو ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د ولسي وګړو د ژوندانه خوندیتوب ته دې پاملرنه زیاته کړي، خو دغه شان غوښتنه هر کال د ورته رپوټونو په پای کې په بیا بیا شوې، خو وروسته کتل شوي چې د افغانستان د روان کړکېچ پور تر ډېره ولسي خلک پرې کوي.

ورته مطالب