د تړون نه لاسلیک ۸ میلیارد ډالر له لاسه وباسي

د انځور حقوق
Image caption عبد الرحیم وردګ نه دي ویلي که دغه تړون لاسلیک نه شي او دی ولسمشر شي ورسره به څه وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او پخواني دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ ویلي دي، که ددغه هېواد او امریکا ترمنځ اوږدمهالی امنیتي تړون لاسلیک نه شي، افغان لورې به هغه څه باندې ۸ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي چې د شیکاګو او توکیو په غونډو کې يې نړیوالو د ورکړې ‌ژمنه کړې ده.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې لیکلي، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ ددفاع پخوانی وزیر عبد الرحیم وردګ وايي د يو ځواکمن افغانستان لپاره اړینه ده، چې امنیتي ځواکونه یې پیاوړي کړل شي.

خو په وینا یې ددغه هېواد کمزوری اقتصاد دا وړتیا نه لري چې د امنیتي بنسټونو د معاشونو او تجهیزاتو برابرولو لپاره بسنه وکړي، نو وايي له دې مخه، دغه هېواد اړ دی چې له ځواکمنو نړیوالو هېوادونو او په ځانګړي ډول امریکا سره اوږد مهالی امنیتي تړونون لاسلیک کړي.

ښاغلي وردګ وویل که افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي، نو هغه څه باندې ۸ میلیارده ډالر به يې له ګوتو ووځي چې نړیوالو یې په شیکاګو او توکیو غونډو کې د ورکړې ‌ژمنه کړې ده.

ښاغلي وردګ وویل ددغه دوه اړخیز تړون د نه لاسلیکېدا بل زیان به دا وي، چې ګواکې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو ته به موقع په لاس ورکړي چې د اوس په پرتله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې ډېره لاسوهنه وکړې او نور يې هم ناامنه کړي.

عبد الرحیم وردګ نه دي ویلي که دغه تړون لاسلیک نه شي او دی ولسمشر شي ورسره به څه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي ویلي که متحده ایالتونه د سولې بهیر پيل کړي او د افغانانو کورونو ته يې سرتیري ورنه شي، چمتو دی چې تړون لاسلیک کړي او کنه نو راروان ولسمشر ته په پاتې وي.

ددغو شرطونو له منلو پرته ولسمشر کرزي دغه تړون د ډیورنډ او ګندمک له تړونونو سره ورته بللی.

خو بله غاړه له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدا د نېټې ځنډ د افغانستان پر اقتصاد بلکې د ژوندانه پر نژدې ټولو برخو تور سیوري غوړولی دی.

ورته مطالب