جرمني د امنيتي تړون پر ژر لاسليک ټينګار کوي

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر وايي تر هغه يې چې شرطونه منل شوي نه وي تړون نه لاسلیکوي

جرمني وايي که څه هم دغه هیواد به له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو ټینګار یې دا دی که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي، نو د دوی پارلمان به د افغان ځواکونو د روزلو او نورو مرستو په اړه خپله کلنۍ بوديجه په اسانۍ سره تصویب کړي .

دا رنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به په افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې لاسلیک شي.

محمود کوچی وايي دا افغانستان ته د فرانک والټر شتاین مایر له هغه وروسته چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې دنده ترلاسه کړې لومړنی سفر دی.

دی مخکې له دې چې کابل ته سفر وکړي تیره ورځ په ناڅاپي توګه مزارشریف ته ولاړ او هلته یې د خپلو ځواکونو سره وليدل.

ښاغلي شتاین مایر د افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو دوام تر ډیره د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک سره تړلی باله. نوموړي داسې مهال د دغه سند په لاسلیک کیدو ټینګار کاوه چې لا هم د کابل او واشنګټن ترمنځ یې د لاسلیک کیدو پر سر ناندرې پخپل حال پاتې دي.

د هغه په وینا افغان ولسمشر سره یې په کتنه کې هم د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړې دي:

ښاغلی شتاين ماير وايي: ''هماغه شان چې ولسمشر کرزي وویل هغه به دغه تړون لاسلیک کړي، ما هغه ته په روښانه ټکو کې وویل چې د دغه سند لاسلیک کیدل موږ ته هم ډیر اړین دي، ځکه هغه پروګرامونه چې موږ یې د افغانستان لپاره لرو وخت ته اړتیا لري، باید موږ خپل پارلمان او خلک پر دې پوه کړو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هغوی زموږ سره دا ومني چې دغلته موږ خپل ځواکونه پریږدو، دا به اسانه لار وي چې په افغانستان کې زموږ د مرستو لپاره یو بنسټ او اساس شتون ولري''.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په مزارشریف کې ویلي و، چې سږنی کال نه یوازې د افغانستان لپاره ډېر ارزښتناک دی بلکې د هغه په وینا دغه کال د جرمني لپاره هم د ارزښت وړ دی.

هغه له افغانستان سره د خپل هېواد پر مرستو ټینګار کاوه او زیاته یې کړه چې هیواد یې د پخوا په څیر د افغان پولیسو روزلو ته پوره، پوره چمتوالی لري.

دا رنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني پخپلو خبرو کې وویل چې د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتی تړون پر سر خبرې اترې روانې دي او هغه ډاډ څرګند کړ چې ښایي دغه تړون د ولسمشریزو ټاکنونه مخکې لاسلیک شي:

''امنیتي تړون به شرایطو ته په پام سره لاسلیک شي او موږ هیله من یو چې دغه تړون د ولسمشریزو ټاکنو مخکې لاسلیک شي. په دې برخه کې خبرې اترې روانې دي، موږ هیله من یو چې یو ښه پړاو ته ورسیږو او دغه تړون لاسلیک کړو''.

جرمني په افغانستان کې له امریکې او بریتانیا وروسته دریم هیواد دی چې زیات ځواکونه لري او په رغنیزو چارو کې يې هم ډیره مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې دغه هیواد په افغانستان کې ۵۳۵۰ سرتیری لرل چې اوس دغه شمیر ۳۱۰۰ ته راښکته شوی دی.

جرمني له پخوا نه د افغانستان د پولیسو په روزلو کې مرسته کړې او د بهرنیو چارو وزیر یې یو ځلې بیا د افغان پولیسو په روزلو کې ټټر وواهه.

ورته مطالب