د افغان کارګرو او ګومارونکو د پوهاوي پروګرام پېل شوی

Image caption د کارګرانو د ټولنې د مسوولینو په وینا په دندو ګمارونکي ځانونه د کار له قانونه بې خبره ګڼي او د کارکوونکو له بې خبرۍ ناوړه ګټه اخلي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو د پوهاوي په موخه یو پروګرام پېل کړی دی.

چارواکي د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د کار د شرایطو ښه والی او د قوانینو په اړه کارکونکو او ګمارونکو ته لارښوونه یادوي چې خپلې دندې وپيژني.

دغه وزارت د یو شمېر سختو او شاقه کارونو یو نوملړ هم خپور کړی چې باید ماشومان له هغو لیرې وساتل شي.

هغسې چې خوشحال تایب له کابله په خپل رپوټ کې وايي ښايي په افغانستان کې لږ شمېر کارکونکي د کار له قانون، حقونو او دندو خبر اوسي.

د کارګرانو د ټولنې د مسوولینو په وینا په دندو ګمارونکي ځانونه د کار له قانونه بې خبره ګڼي او د کارکوونکو له بې خبرۍ ناوړه ګټه اخلي.

اوس د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د نړیوال سازمان په مرسته یو پروګرام پېل کړی چې له مخې به یې کارګر او ګمارونکي د کار له قانونه خبر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه چې د خصوصي برخې استازیتوب کوي هم له دغه پروګرام سره همکاري کوي.

د دغې ادارې د مشر محمد قربان حقجو په وینا په افغانستان کې کارکوونکي په ډېر بد حالت کې په کارونو بوخت دي.

ښاغلی حقجو وايي په افغانستان کې د کار له قانونه د کارګرو بې خبري د دغه راز حالاتو رامنځ ته کېدو لامل دی.

د ده په خبره د افغانستان په ولایتونو او لېرې پرتو سیمو کې د کار حالت تر پلازمینې هم خراب دی.

د افغانستان د کارګرو ټولنو مشر محمد معروف قادري هم د افغان کارګرو د بد کاري حالت په اړه اندېښنه ښيي او وايي هغه ګمارونکي چې د کار له قانونه سرغړونه کوي باید قانوني چلند ورسره وشي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو شمېر سختو او شاقه کارونو یو نوملړ هم خپور کړی چې باید ماشومان له هغو لیرې وساتل شي.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کارګرو او هغو ماشومانو چې ښوونځیو ته نه ځي شمېر شپږ میلیونو تنو ته رسېږي.

سربېره پر دې چې ماشومان له خپلو حقونو بې برخې ګڼل کېږي او د بې وزلۍ له کبله د ناوړه جنسي اړیکو په ګډون له ګڼو ګواښونو سره هم مخامخ دي.

ورته مطالب