د بګرام بندیانو برخلیک په اړه د کرزي غونډه

Image caption بګرام زندان د کابل په شمال کې د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د ځینو په وینا ''ډېر خطرناک بندیان'' په کې ساتل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندانیانو د دوسیو څېړلو د کمېټې کار وارزاوه.

له ارګه رسنیو ته استول شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان د تړلو په اړه بحث وکړ.

په غونډه کې د ارزوونکې کمېټې کړنې وستایل شوې او ولسمشر د دغې کمېټې کار د هغو کړنو په تړاو وویل چې د هېواد د وګړو له حقونو یې دفاع کړې ده.

د غونډې ګډونوالو وویل، چې "بهرنیان زموږ په خاوره کې د عملیاتو او د افغانانو د نیولو حق نه لري، د بګرام زندان په تړاو ټول لنډمهالي ترتیبات لغوه اعلان شول".

د غونډې په لړ کې وویل شول، چې د بګرام زندان په ګډون د هېواد ټول زندانونه د کورنیو چارو وزارت اړوند دي، او د همدې وزارت له لوري اداره کېږي.

همداشان، د بګرام زندانیانو دوسیې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا څېړل کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یادولو ده، چې د دغې کمېټې له لوري ارزول کېدونکې دوسیې څېړل شوې، او ارزوونکې کمېټه یې په اړه پرېکړه کوي.

په دې ناسته کې قاضي القضات، د سترې محکمې مشر، د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو، لوی څارنوال، د ملي امنیت سلاکار، د دفاع وزارت مرستیال، د ارزوونکې کمېټې مشر قاضي عبدالکریم قانت او د بګزام زندانیانو د دوسیو څېړلو کمېټې مشر عبدالشکور دادرس هم ګډون درلود.

بګرام زندان د کابل په شمال کې د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی، چې د ځینو په وینا ''ډېر خطرناک بندیان'' په کې ساتل کېږي.

اوس چې د بګرام د بندیانو د دوسیو څېړلو په تړاو د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوی، د دوه اړخیزه هوکړه لیک پربنسټ باید د افغانستان د دفاع وزیر او ایتلافي ځواکونو عمومي قومندان یې باید په اړه مخامخ خبرې وکړي.

ورته مطالب