مور خپل ماشومان په نشه يي توکو اراموي

د انځور حقوق BBCPashtoc.om
Image caption یوه مور، چې خپلو ټولو اولادونو ته یې په کوچنیتوب کې نشه یي توکي ورکړي وايي، دغه کار له مجبوریته کوي

د افغانستان په شمال کې هغه ترکمن ټبره کورنۍ چې غالۍ اوبي، خپلو کوچنیو ماشومانو ته نشه يي توکي ورکوي.

دغه کورنۍ وايي، ماشومانو ته یې ځکه نشه یي توکي ورکوي، چې د غالیو د اوبدلو پرمهال ونه ژاړي او د دوی د کار مخه ونه نیسي.

د دغو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو ښه وسیله همدغه د قالینو اوبدل دي خو دا کار د دوی لپاره په خورا لوړه بیه تمامیږي ځکه ښايي هغه ماشومان چې نشه توکي ورکول کیږي، په راتلونکې کې پر نشو روږدي شي.

انځورونه وګورئ

زموږ همکار حفیظ الله معروف د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان یوې داسې کورنۍ ته ورغلی، چې خپلو ماشومانو ته نشه يي توکي ورکوي.

د شبرغان په ختیځ کې د چوپ باش په نوم هغې سیمې ته ورغلم، چې د غالیو اوبدل یې له نیکونو په میراث ورپاتې دي.

دلته د دود له مخې د کورنيو ډیری ښځینه غړې د غالیو پر اوبدلو بوختې دي او خپلو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له دوو کلونو کم دي، نشه یي توکي ورکوي.

یوه مور، چې خپلو ټولو اولادونو ته یې په کوچنیتوب کې نشه یي توکي ورکړي وايي، دغه کار له مجبوریته کوي:

''چې شور او غالمغال ونه کړي، او خوب وکړي، ځکه موږ غالې اوبوو. د غالیو لپاره او خپل د ژوند د تیرولو لپاره مخدره توکي ورکوو. وګورئ، زموږ ژوند څه خېل دی! ژوند همداسې وي.؟! خوسا ژوند مو تیریږي. نه مو نارینه کار لري او نه مو ښځې. همدغه قالینې دې چې روزي پرې پيدا کوو. څه وکړو له مجبوریته دغه کار کوو. ژوند مو ټول له همدغو غالیو دی.''

د همدغې مور غبرګې لوڼي، چې اوس نژدې د ۱۳ کلونو دي، له خپلې مور سره غالۍ اوبي.

Image caption که پلار یې د خپلو اولادنو د راتلونکې په اړه ډېره اندیښمن نه دی، خو مور یې بیا هغسې نه ده. د محمد امین دویمه میرمن وايي، ویریږي، چې ښايي مخدره توکي يې د اولادونو ژوند خراب کړي خو وايي بله چاره نه لري.

مور یې وايي، دوی ته یې هم په کوچنیتوب کې مخدره توکي ورکړي خو دغو پيلغوټو چې د قالینو پراوبدلو بوختې وې راته وویل، دوی نه پوهیږي خو کوچنیو خویندو ته یې اوس هم د ورځې دوه یا درې ځلې نشه یې توکي ورکوي:

''ماته مي مور کیسه نه کوي، چې ماته یې تاریاک راکړې او که نه، خو کوچنیو وروڼو او خویندو ته مو د ورځې اوس درې-څلور ځلې ورکوو''.

د دغې جینۍ پلار محمد امین وايي، په دغه سیمه کې ډېری کورنۍ خپلو کوچنیو اولادونو ته نشه یي توکي او یاهم د خوب درمل ورکوي.

نوموړی دوه مېرمنې لري او اووه اولادونه یې مړه شوې دي، خو لا یې هم دی پر دلیل نه پوهیږي. خو ښايي نشه يي موادو خپل اغیز لرلای وي.

له هغه مې وپوښتل چې ایا نه ویریږي، که ماشومان یې لویان شي، پر نشو به روږدې شي؟ هغه خپل څنګ ته ناستو اولادونه ته په اشاره داسې ځواب راکړ:

''که چېرې په په نشو روږدې هم شي، نو دلته یې روغتون ته تسلیموو او په شپږ میاشتو کې بیرته ښه کیږي. وګورئ، شکر داسې ښه زامن مې دي. دوی نشه یان دي؟! نه، شکر خدایه نه دي. دوی ته مې هم تر یوه کاله نشه يي توکي ورکړې وه.''

محمد امین وايي، د لوبیا د دانې په اندازه نشه يي توکي یې اولادونو ته ورکوی اوبیا د څو ساعتونو لپاره یې بچیان ویده وي او میندې یې غالۍ اوبدلو وخت پیدا کوي.

دی وايي، د نشه یي توکو موندل ګرانه نه دي او د شبرغان او میمنې په بازارونو کې ارزانه موندل کیږي.

هغه مهال چې له محمد امین سره مې د هغه په کوټه کې خبرې کولې، تازه یې له هغه وخته لس شپې مخکې لور پيدا شوې.

هغه ویل، دغه لور یې لا ډیره کوچنۍ ده او تر اوسه یې نشه توکي نه دي ورکړي خو وايي څو میاشتې وروسته، به دهغې د کرارولو لپاره هم له مخدره موادو کارا خلي.

که پلار یې د خپلو اولادنو د راتلونکې په اړه ډېره اندیښمن نه دی، خو مور یې بیا هغسې نه ده. د محمد امین دویمه میرمن وايي، ویریږي، چې ښايي مخدره توکي يې د اولادونو ژوند خراب کړي خو وايي بله چاره نه لري:

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption محمد امین وايي، د لوبیا د دانې په اندازه نشه يي توکي یې اولادونو ته ورکوی اوبیا د څو ساعتونو لپاره یې بچیان ویده وي او میندې یې غالۍ اوبدلو وخت پیدا کوي.

''ځینې وخت غالمغال هم کوم، چې مخدره توکي باید ورنه کړو، ځکه ماغزه یې خرابیږي او راتلونکې ته یې زیان رسوي. خو نه کیږي، مجبوره یوو. له مجبوریته نشه یي توکي ورکوو. څوک چې مجبور وي، نو څه وکړي. تر یو نیم دوه کاله یې ورکوو. چې لږ ستر شي، بیا له موږ سره یوځای په غالیو اوبدلو کې کار کوي''.

په شبرغان کې د جوپ باش په نوم په دغه سیمه کې نژدې ۴۰ زره کورنۍ ژوند کوي، او ځینې خلک یې د غالیو د اوبدلو ترڅنګ د کونځل غوړیو پر پروسس هم بوخت دي. خو دغه بهیر مسلکي نه دي او په کوچینو خاورینو کوټو کې د اوښانو په مرسته له کونجت دانو نه غوړي جوړي.

ښايي د ډیرو لپاره دا حیرانونکې ښکاره شي، چې میندې خپلو اولادونو ته نشه يي مواد ورکوي، خو غربت او له بلې خوا بېکاري هغه څه وه، چې میندو او پلرونو یې خپلو ماشومانو ته د نشه یې توکو د ورکولو دلیلونه راوړل.

ورته مطالب