ورځپاڼې، سلواغه ۲۱، امنیتي تړون او کمپاینونه

د انځور حقوق ARG
Image caption د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له کرزي سره د خپل هېواد له لوري د افغانستان بیارغونه کې ژمنه وکړه.

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو (دوشنبه د سلواغې ۲۱مه) کابل ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په تړاو د امنیتي تړون پر سر بحث څېړلی، خو ترڅنګ یې بیا هم ټاکنیزکمپاینونه او د هغې ستونزې او د کابل د یوې محکمې له خوا یوه سړي تښتونکي ته د اعدام سزا اورول څېړلې او بحث یې ورباندې کړی.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د جرمني د دفاع وزیرفرانک والټر شتاین مایر کابل ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې له خپل افغان سیال سره په ګډه خبري ناسته کې له افغانستان سره د خپل هېواد د پوځي مرستو دوام تر ډیره د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک سره تړلی وګاڼه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به په افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې لاسلیک شي.

افغانستان ورځپاڼه په همدې تړاو د امنیتي تړون پر سر د حکومت او ولس ترمنځ ټکر ارزوي او د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه د ولسمشر حامد کرزي بېلابېل دریځونه د مشورتي لویې جرګې له پیله تر پایه او بیا تر ننه ارزوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا له ولسمشر حامد کرزي سره د جرمني د صدراعظم ټیلیفوني خبرې او اوس هم کابل ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې د امنیتي تړون په اړه د نوموړي څرګندونې څېړي او په همدې تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني څرګندونې هم را اخلي چې وایي ښایي ولسمشر حامد کرزی دا تړون تر ټاکنو وړاندې لاسلیک کړي.

افغانستان ورځپاڼه له دې ټولوسره سره په دې ټکي باوري نه ده چې امنیتي تړون به د ټاکنو د ترسره کېدو تر مودې وړاندې لاسلیک شي او لیکي چې داسې ځانګړې نښې نه لیدل کېږي چې دا تړون دې په دې موده کې لاسلیک شي.

محور ورځپاڼه هم په خپله نننۍ سرمقاله کې‌ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني هغه څرګندونو ته پاملرنه کوي چې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په یوه ګډه ناسته کې کړې وي او تمه یې ښودلې چې امنیتي تړون به تر ټاکنو وړاندې لاسلیک شي.

دغه ورځپاڼه په دې باور ده چې پر افغانستان له فشارونواو دې هېواد ته د نړیوالو چارواکو او لوړ پوړو ډیپلوماتانو پر پرلپسې سفرونو وروسته دا دویم ځل دی چې د افغانستان او امریکا تر منځ د تړون دلاسلیک په اړه د افغان چارواکو له خوا شنه څراغونه روښانه کېږي او موافقې ته د نژدې والي خبر ورکوي.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي چې داسې فکر کېده د امنیتي تړون پر سر د افغانستان او امریکا ترمنځ خبرې به په ټپه دریدلې وي، خو اوس په دې اړه نویو څرکونو داسې تمه را پیدا کړې چې کېدای شي دغه دواړه هېوادونه پایلې ته سره ورسېږي.

سرنوشت ورځپاڼه بیا د خلکو د ګډون له اړخه د راتلونکو ټاکنو مشروعیت ارزوي او لیکي چې د بهرنيانو او په افغانستان کې د چارواکوهڅه دا ده چې ټاکنې وشي، خو دې ته پام نه کيږي چې ټاکنې څومره مشروعيت لري او ايا غير مشروع ټاکنو ته لاسته راوړنه ويلاى شو؟

سرنوشت وړاندې بیا د ټاکنو دخلکو د ګډون له پلوه د ټاکنو د مشروعیت په اړه د افغانستان پر اساسی قانون او د ټاکنوپر قانون هم ګوت نیونه کوي او لیکي چې د افغانستان په اساسي قانون او هم د ټاکنو قانون دا مسئله روښانه نه ده چې څومره کسان که په ټاکنو برخه واخلي، ټاکنې مشروعيت پيدا کوي؟

یاده ورځپاڼه په دې نظر ده چې که چېرې يوکانديد په څه د پاسه دوو ميليونو رايو راځي او بيا له ۲۶ ۳۰ ميليونو افغانانو ولسمشرکېږي، نو دا خو مخامخ د ټاکنو پر رواني مشروعيت اغېز کوي. او د ورځپاڼې په کرښو دا ډول ولسمشربه له شک پرته چې د چارو په تنظيم کې له ستونزو سره مخ وي.

ویسا ورځپاڼه پوښتنه کوي چې د ولس غوښتنې او ارزښتونه کوم دي؟ یاده ورځپاڼه د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځینو نوماندانو ټاکنیز کمپاین ته پاملرنه لري اوپدې اند ده چې ډیر نوماندان چې اوس کوم شعارونه زمزمه کوي په هغې کې د ولس غوښتنې او ارزښتونه په ډاګه کېږي.

دویسا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په دې اند دی چې که دغه نوماندان په خپلو اوسنیو شعارونو او ژمنوکې صادق وي، بیا خو ددې کمپاین د دوران تر ختمېدو وروسته هم باید دا په یاد ولري او ددوی کړه وړه او د ژوند بڼه د همدې ارمانونو او ارزښتونو مجسم تصویر وړاندې کړي.

راه نجات ورځپاڼه هم د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون له ګونګ او مبهم برخلیک څخه خبرې کوي او د امنیتي تړون پر سربحثونه له پیل څخه تر دې دمه ارزوي او په دې اړه د امریکایي سناتور جان مکین سفر څرګندونې ارزوي او لیکي چې ټولې څرګندونې ښکاروي چې د امنیتي تړون برخلیک لا هم ګونګ دی او د ورځپاڼې په کرښو راتلونکو اونیو کې به څرګنده شي چې ولسمشر کرزی دا تړون لاسلیکوي او که نه؟

Image caption ماندګار ورځپاڼه هم د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د بېلابېلو نوماندانو د کمپاین د کارکونکو وژل کېدل څېړي او پوښتنه کوي چې د وروستیو ترورونو تر شا څوک دي؟

هشت صبح ورځپاڼه لیکي چې عدالت باید پلی شي او تر دې سرلیک لاندې یې د کابل د یوې محکمې له اړخه د سړي تښتونې او اختطاف په تورپر یوه نیول شوي کس باندې د اعدام حکم صادرېدل څېړلې دي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې د سړي تښتوونکو او اختطاف ګرو د بانډونو پر یوه مشر حبیب استالف د اعدام حکم صادرېدل د ستاینې وړ یو ګام ګڼي، په دې نظر ده چې له زندانه د مجرمینو خوشي کېدنه،د قاتلینو سړي تښتوونکو ،هیرویین خرڅوونکو او ځان مرګیو برید ګرو نه محاکمه کېدل، خلک مایوسه کړې دي.

دغه ورځپاڼه تمه لري چې د نوموړي تورن په اړه د استیناف او تمیز محکمې هم باید ژر تر ژره ترسره شي او هغه حکم چې د تورن په اړه صادرېږي، باید په ښکاره توګه او د قضاییه قوې له آدرسه عام ډګر ته راووزي او د ورځپاڼې په کرښو که چېرې دغه تورن شخص په اعدام محکومېږي،حکومت باید په کره توګه د حکم له اجرا څخه خلکو ته خبر ورکړي.

ماندګار ورځپاڼه هم د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د بېلابېلو نوماندانو د کمپاین د کارکونکو وژل کېدل څېړي او پوښتنه کوي چې د وروستیو ترورونو تر شا څوک دي؟

یاده ورځپاڼه په دې اند ده چې له همدې اوس څخه یو شمېر کسان فعال شوي دي چې تر څو پرې نږدي چې ټاکنې پدې هېواد کې لکه څه ډول چې لازمه ده،، ترسره شي او ددې وژنو په تړاو د سیمه ییزو امنیتی چارواکیوپر دریځ او غبرګون هم ګوت نیونه کوي.

ورته مطالب