کرزی د ترکیې درې اړخیزې درشل کې همکاري لټوي

د انځور حقوق
Image caption په پام کې ده چې ولسمشر به د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو و د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر حامد کرزی د یوه افغان پلاوي په مشرۍ د ترکیې درې اړخیزې غونډې لپاره انقرې ته ولاړ.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، حامد کرزی به په دې غونډه کې له پاکستاني مشر او د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل او لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره جلا کتنې ولري.

په پام کې ده چې ولسمشر به د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو و د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

له حامد کرزي سره په دې سفر کې ځینې افغان وزیران هم ملګري دي.

وړاندې د ترکیې په استانبول کې د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل ویلي وو، چې د افغانستان د خوندیتوب لپاره ''په ریښتيني ډول''هڅې پکار دي.

دا د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خپل ډول اتمه سرمشریزه ده، چې د سیمې او خپلمنځي اړیکو په تړاو د همکاریو پر ډېرېدا خبرې کېږي.

ترکیه چې له افغانستان او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې لري له اوږدې مودې راهیسې د درېو واړو هیوادونو د مشرانو د دا ډول غونډو په جوړولو ، هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري زیاته او په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان روان وضعیت، انتخاباتي منډو ترړو، او د اوسنۍ ادارې کم وخت پاتې کېدو ته په پام سره، تر ډېره بریده د راتلونکې غونډې اصلي بحث به له پاکستانه د افغان سولې په برخه کې د لا ډېر اوچت ګام پر اخیستو راټول وي.

افغان چارواکو تل پاکستان تورن کړی، چې پخپله خاوره کې د افغانستان پرضد د بریدونو په سمبالښت تورن کړی او وايي چې هلته د اورپکو پټنځایونو کې پر افغان ځواکونو او د حکومت ضد بریدونو طرحې جوړېږي.

خو پاکستان د کابل دا ډول بریدونه رد کړي دي.

ورته مطالب