د کندهار پنجوايي دوه تړلي ښوونځي بیا پرانیستل شول

Image caption پنجوايي ولسوالي ټول ټال ۴۳ ښوونځي لري، چې یوه په کې تجارلي لېسه او یو عالي دارالمعلمین دی.

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه ښوونځي د قومي مشرانو په مرسته له اته کلن ځنډ وروسته بيا پرانيستل شول.

کندهار کې سیمه ییز خبریال مامون درانی وايي، په دغو دوو ښونځيو کې ١٠٠٠ زده کوونکي سبق وايي چې تر شپږم ټولګي په کې نجونې هم شته.

پنجوايي کې لا هم ٢٥ ښوونځي تړلي دي.

هلته د پرانیستل شویو ښوونځیو شمېر ۱۸ ته رسېدلی.

دغه ښوونځي د پنجوايي ولسوالۍ تر ټولو نارامه (تلکان) سیمه کې پرانیستل شوي، چې یو یې د ملا حسن نیکه او بل د زنګي اباد کلي د محمد الدین اغا د ګاراج لومړنی ښوونځی دی.

دواړه ښوونځي په ۲۰۰۴ کال کې حکومت او وسله والو ترمنځ د جګړو او ناامنیو له کبله تړل شوي وو، چې د دواړو ښوونځیو ودانیو کې پولیسو پوستې جوړې کړې وې.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق زی وايي، په سیمه کې د امنیت له راتلو سره سم د قومي مشرانو په همکارۍ دغه ښوونځي پرانیستل شول.

ښاغلی اسحق زی زیاتوي، چې د سیمې امنیت د پخوا پرتله ښه شوی، او د پاتې ۲۵ تړل شویو ښوونځيو د بېرته پرانیستلو لپاره هم باید چټک ګامونه واخیستل شي.

پنجوايي ولسوالي ټول ټال ۴۳ ښوونځي لري، چې یوه په کې تجارلي لېسه او یو عالي دارالمعلمین دی.

خو په ټول کندهار ولایت کې ۴۹۳ ښوونځي دي، چې اوس په کې په ټولیز ډول یې ۳۳۰ فعال دي.

ورته مطالب