د بګرام زندان د ننه له بندیانو سره کمیابه کتنه

د انځور حقوق
Image caption امریکا ادعا کوي، چې د بګرام ځینې خوشي شوي بندیان تر ټولو خطرناک دي، خو افغانستان وايي نیول شوي کسان بې ګناه دي.

د بي بي سي یلدا حکیم په یوه کمساري سفر د افغانستان بګرام زندان ته تللې ده. د ۶۵ بندیانو د خوشي کېدو پر ورځ هغې هلته د خپلو سترګو لیدلی حال انځور کړی دی.

تر ډېره هلته له بندیانو سره د کتلو اجازه چا ته نه ورکول کېږي، چې ویل کېږي، په دې زندان کې ځینې هغه "ډېر خطرناک" بندیان ساتل کېږي، چې د جګړې په ډګر کې نیول شوي.

بګرام زندان د کابل په څنډو کې دی، چې تر ډېره "د افغانستان ګوانتانامو" بلل کېږي.

په اصل کې بګرام زندان د امریکایانو له خا جوړ شوی، خو د تېر ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې یې د کنټرول چارې او اداره افغان حکومت ته وسپارل شول.

تر اوسه، دغه زندان ته هېڅ کوم خبریال ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

تر دوو کلنو بحثونو وروسته، بالاخره پر دې وتوانېدم، چې د بندیانو د ساتنې په تړاو دغه لانجمن زندان ته سر ور د ننه کړم.

پر هغه ورځ، چې زه بګرام زندان ته ورسېدم، د افغانستان له لوري د بندیانو د دوسیو ارزوونکې او څېړونکې ډلې د ځینو بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.

دغه ارزوونکې کمېټه وايي، چې د خوشي شویو کسانو دوسې ځکه څارنوالۍ ته نه دي استول شوې، چې په وینا یې پرې د لګول شویو تورونو په اړه کافي ثبوتونه نه وو.

د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې سوله ساتو ځواکونو پر دغې پرېکړې اندېښنه وښووله، خو وايي چې په بندیانو کې "خطرناک ترهګر"شته، چې په وینا یې" لاسونه یې په وینو سره دي".

"د طالب جوړونې فابریکه"

غوښتل مې دا جوته کړم، چې ایا بګرام زندان د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا څومره اصلي لامل ګرځېدلی دی.

په پای کې وتوانېدم، چې د عامه اړیکو همغږي کوونکي جنرال فاروق بارکزي په ملتیا زندان ته بوتلل شوم، چې دغه سړی د بندیانو د چارو مسؤولیت لري.

په دې سفر کې موږ د زندان هرڅه وڅارل، له کالي مینځلو خونې نیولې، تر پخلنځي، روغتیايي مرکز، او ان د بندیانو د اوسېدو تر خونې پورې مو ټول څیزونه پخپلو سترګو وکتل، چې بندیان په کې په لاسونو او پښو تړل شوي وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل ته څېرمه یلدا حکیم او د بي بي سي ټیم ته د بګرام زندان د ننه حالت کتلو ته اجازه ورکړل شوه.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دوی غوښتل، چې د بندیانو ورځنۍ چارې او ژوند وګوري، چې له کلونو راهیسې زنداني شوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګڼو بندیانو راته وویل چې بې ګناه دي او د تورونو هېڅ ثبوت یې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.

خو د زندان خونې تر ډېره تیاره ښکارېدې، په کوچنیو خونو کې بندیانو ویل، چې په ناحقه راوستل شوي او بندیان شوي دي.

ځینو یې ویل، چې بزګران دي، چې ددوی پر کليو د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د وسله والو مخالفانو په پلمه راوستل شوي.

زه د بندیانو یوې خونې ته بوتلل شوم، چې نژدې ۲۰ بندیان په کې ساتل کېدل، خو شکایتونه د هر یوه ښه ډېر وو.

یوه بندي راته وویل، چې له څلورنیمو کالو راهیسې بندي دی، خو د محاکمې یې هېڅ څرک نه لګېږي.

خو دا یې راته ونه ویل، چې پر ضد یې کوم ډول ثبتوتونه دي. هغه ویل کله چې ونیول شو، په (تور زندان) کې امریکایانو سخت وځوراوه. خو ما ته د چارواکو له خوا د هغه د کیسې په اړه څه ونه ویل شول.

هلته مې د دوه ورځني سفر په اوږدو کې د بندیانو له ځینو کورنیو سره وکتل، چې د خپلو دوستانو کتلو ته راغلې وې.

ځینې کورنۍ د افغانستان له سوېلي لیرو سیمو راغلې وې، په بسونو کې یې د څو ورځو سفر ګاللی و، چې ځانونه راورسوي.

خو دوی ته له خپلو دوستانو سره د کتلو او خبرو ایله ۳۰ دقیقې وخت ورکول کېده، هغه هم د مرمۍ-ضد کړکیو ترشا.

د هرې کورنۍ غړي ته په غاړو د شمېرو کارتونه وراچول شوي وو.

پر دې پوهېدل هلته ستونزمن دي، چې دغه سړي رښتیا هم بې ګناه دي او که نه.

امریکایانو افغان چارواکي د قانوني ثبتونونو په ناګارولو تورن کړي دي.

خو افغان چارواکي بیا د امریکا دغه تورونه بې بنسټه بولي، او وايي چې امریکا د دغو تورنو بندیانو په تړاو په کافي اندازه استخباراتي معلومات نه دي ورکړي.

ښکاري، چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا ډېره کمه ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي راته وویل چې بګرام "د طالب جوړونې فابریکه" ده، هلته بې ګناه خلک په یو طرفه قضاوت سره له سخت دریځو سره یوځای ساتل کېږي.

اوس، چې ځینې دغه بندیان خوشي شول، ځینې یې د هغو خطرناکو سیمو اوسېدونکي دي، چې پر زیاترو سیمو یې طالبان واکمن دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د امریکایانو اندېښنه پرځای ده؟

ورته مطالب