افغانستان او قرغېزستان درې موافقې وکړې

Image caption قرغېزستان ژمنه وکړه چې افغان محصلينو ته به د زده کړو زمينه برابره کړي

افغانستان او قرغېزستان په سیاسي، دپلوماتیکو او د طبعي پښو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ګډې همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د منځنۍ اسیا دغه هیواد په کابل کې په لومړي ځل خپل سفارت هم پرانست او ژمنه یې وکړه، چې افغان محصلانو ته به په خپل هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، دغه هوکړه لیکونه په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه قرغېزي سیال امضا کړل.

په کابل کې د قرغېزستان د سفارت له پرانیستل کیدو وروسته، د افغانستان او قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیرانو دغه کار د دواړو هیوادونو ترمنځ په دپیلوماتیکو او سیاسي اړیکو کې یو نوی پړاو وباله.

د بهرنیو چارو افغان وزیر ضرار احمد عثماني له خپل قرغیزې سیال ایرلان عبدالدایف سره په يوه خبری کنفرانس کې وويل، تمه لري په نژدې راتلونکې کې دواړه هیوادونه د اقتصادي همکاریو د پياوړتیا لپاره ګډه جرګه کۍ جوړه کړي:

''تمه مو داده، چې په نژدې راتلونکې کې وکړای شو، د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ ګډه اقتصادي او تخنیکي کمیټه رامنځته کړو. د دغې کمیټې هدف به دا وي، چې په سیمه کې له شته ګډو اقتصادي ګټو نه استفاده وکړو''.

ښاغلي عثماني وویل دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په قرغېزستان کې د افغان محصلانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او دارنګه د هغه هیواد د ویزې د ترلاسه کولو چارې هم اسانه کړي.

د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیر، ایرلان عبدالدایف وویل، هیواد یې له افغانستان سره د هر ډول اړیکو پراخیدل غواړي او د هغه په ټکو په کابل کې یې د سفارت پرانستل د اړیکو دپياوړتیا ښه بېلګه ده:

''قرغېزستان علاقه لري، چې له افغانستان سره دوه اړخیزې او هر اړخیزې همکارۍ ډیرې کړي. او د دې کار یوه نښه دا ده، چې موږ په کابل کې خپل سفارت پرانیست. افغانستان د منځنۍ اسیا په زړه کې پروت دی او د سیمې هیوادونو د اقتصادي پياوړتیا لپاره مهم رول لرلای شي''.

ښاغلي عبدالدایف وویل، هیواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان لویې اقتصادي پروژې پلې کړي.

ورته مطالب