کابل ورځپاڼې، فبروري ۱۶، د روسانو وتل او ټاکنې

د انځور حقوق AFP Getty Images
Image caption روسان له نن نه کابو ۲۵ کاله وړاندې له افغانستان نه ووتل

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (یکشنبه، د سلواغې ۲۷مه) له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو ۲۵مه کلیزه یاده کړې ده، خو تر څنګ یې د حزب اسلامی د وسله والې ډلې له خوا د ولسمشرۍ له یوه نوماند څخه ملاتړ او همدارنګه د ولسمشرۍ د نوماندانو د ځینو سرغړونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وروستۍ پرېکړه څېړلې او تبصرې یې پرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې پرون د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځي ماتې او له دې هېواد څخه د هغه هېواد د وروستي سرتېري د وتلو له پنځه ویشتمې کلیزې سره برابره وه.

ویسا ورځپاڼه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ۲۵مې کلیزې د یادونې په ترڅ کې دغه ماته "بې فاتحه ماته" ګڼي او په داسې حال کي چي پخواني شوروي اتحاد د چارواکو له خوا کال په کال د دې ورځې یادول او پرافغانستان د یرغل د پرېکړې غندل یادوي، پر افغان جهادي مشرانو هم ګوتنیونه کوي چې د ورځپاڼې په کرښو د واک او اقتدار په هوس کې یې د ولس له ډیر سترارمان سره جفا وکړه.

یاده ورځپاڼه پدې نظر ده چې څومره پر افغانستان باندې د پخواني شوروي یرغل د غندنې وړ دی، همدومره زمونږ د ولس له بریا سره د جهادي زعامت ملنډې د غندنې وړ دي چې باید د سلواغې په ۲۶مه د روسي یرغل د ماتې له یادولو سره له افغان ولس سره دغه ستره جفا هم په یاد ولرو.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال د افغانستان اوسني وضعیت ته په پاملرنې سره لیکي چې اوس هم که افغان ولس ریښتینۍ زعامت ونه مومي، غمېزې به پرې تکرارېږي.

له افتخاره ډکه ورځ

افغانستان ورځپاڼه هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د بشپړې وتنې ورځ له افتخاره ډکه یوه ورځ ګڼي او په دې نظر ده چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې سره سم،افغانانو وکولای شول د بریا خوږ خوند وڅکي.

یاده ورځپاڼه په دې باور ده چې باید د سلواغې ۲۶مه په ټول افغانستان کې ونمانځل شي، ځکه دا ورځ نه یوازې د افغانستان لپاره چې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د افتخار او ویاړ وړ ورځ ده او د ورځپاڼې په کرښو دا یوه داسې ورځ ده چې باید پرې وویاړو، نه داچې د هغو پېښو له امله چې تر دې ورځ وروسته را منځته شوې، د هغې نمانځنه کم رنګه شي، هغې ته ارزښت ورنکړل شي او حقیقتونه او ویاړونه روښانه نه شي.

محور ورځپاڼه بیا د سلواغې د ۲۶مې نېټې د یادولو په ترڅ کې پدې اند ده چې د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتو ۲۵کاله پوره شول ، خو د ورځپاڼې په کرښو په هغه حالت کې اوس هم ډېر فرق نه ښکاري چې د روسانو تر وتو وروسته افغانانو ته په میراث پاتې شو.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې دافغانستان وضعیت په هغه وخت کې چې سرې لښکرې له افغانستان څخه ووتلې او د نن حالت سره پرتله کوي او پدې باور ده چې د ځوان قشر د زده کړې، د خپل ژوند په اړه دپرېکړې حق درلودو او داسې نورو مسایلو له اړخه نننۍ حالت له پروني وضعیت څخه ډېر ښه دی، خو په حالاتو کی مو بیا هم د توقع وړ تغییر نه دی راغلی.

ماندګار ورځپاڼه هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو یادونه کوي او له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو کلیزه له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د ځواکونو له وتلو سره پرتله کوي.

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشرۍ په ټاکنو کې حزب اسلامی له قطب الدین هلال نه ملاتړ کړی

یاده ورځپاڼه که څه هم په افغانستان کې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه د وسله والو مخالفینو هغه نظریه نه مني چې وایي دا حضور پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره یو شان و، خو پدې باور ده چې په افغانستان کې د شوروي د ماتې پر وخت د واکمن ډاکتر نجیب او اوسني ولسمشر حامد کرزي کړنې تر ډېره بریده له یوبل سره ورته دي.

حزب د هلال ملاتړ

ملي باور ورځپاڼې بیا د حزب اسلامي د وسله والې ډلې له خوا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له یوه نوماند څخه ملاتړ ارزولی دی او هغه یې د ټاکنو د ښو ترسره کېدو په لار کې یو اغېز من ګام ګڼلی دی.

یاده ورځپاڼه پدې باور ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دا اعلان چې وایي په راتلونکو ټاکنوکې به له یوه نوماند څخه ملاتړ وکړي، دا هیلي پیدا کوي چې ښایې له دې وروسته به جنګیالي د جګړو پر ځای سیاسي فعالیتونو ته مخه وکړي.

ملي باور دا هم وایي چې دولت باید اوس لدې وخته هنرمنده ګټه واخلي او د دې جنګي ډلو لپاره دلا نور سیاسي فعالیت زمینې برابرې کړي.

او په پای کې سرنوشت ورځپاڼه بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هغه پرېکړه ارزوي چې په ترڅ کې یې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو د څو نوماندانو سرغړونې څېړلې دي او په اړه یې پرېکړې اعلان کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼه په داسې حال کې چې د هر سرغړونکي نوماند په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پرېکړه جلا جلا یادوي د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون دغه ګام خورا مهم او ارزښتناک ګڼي اوپه دې نظر ده چې د دوى پرېکړې په علني غونډه کې وشوې او شکايتونه تر ډېره په دقيق ډول ارزول شوي وو او وړ تصميمونه ونيول شول.

یاده ورځپاڼه په همدې تړاو دا نظر هم لري چې دغه ګام خلکو ته يو روښانه پيغام درلود او هغه دا چې دا ځل به ټاکنې د پخوا په شان نه وي او د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون جدي عمل کوي.

ورته مطالب