حزب اسلامي ټاکنو د قطب الدین هلال د ملاتړ پرېکړه کړې

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي بهیر وویل چې حزب اسلامي افغانستان کې خپلو ټولو پلویانو ته لار ښونه کړې چې د افغانستان راتلوونکې ولسمشرۍ ته د کاندید قطب الدین هلال ملاتړ وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلوونکو ټاکنو کې د برخې اخیستې او قطب الدین هلال ته د رایې ورکولو پرېکړه کړې ده.

د حزب اسلامي د سیاسي کمېسیون مشر ډاکټر غیرت بهیر بي بي سي ته وویل دا پرېکړه د حزب اسلامي د اجرايي شورا وه چې مشرتابه یې هم تاید کړه.

تر دې وړاندې حزب اسلامي ویلي و چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې به په ټاکنو کې برخه وانخلي ځکه چې په وینا رڼې ټاکنې شونې نه دي.

له اسلام آباده طاهر خان په خپل رپوټ کې وايي ډاکټر غیرت بهیر وویل چې حزب اسلامي افغانستان کې خپلو ټولو پلویانو ته لار ښونه کړې چې د افغانستان راتلوونکې ولسمشرۍ ته د کاندید قطب الدین هلال ملاتړ وکړي او په ټاکنیز کمپاین کې یې برخه واخلي.

تر دې وړاندې بي بي سي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا خپلو ولایتي مشرانو ته استولی یو لیک لېدلی و چې په کې نوموړي د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون کولو غږ کړی و او حزب ته منسوبو کاندیدانو ته یې د رایې ورکولو په کې ویلي وو.

سرچینو بي بي سي ته وویل چې د حزب اسلامي اجرایي شورا د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۵مه) پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ په راتلوونکو ټاکنو کې برخه اخلي او د قطب الدین هلال ملاتړ کوي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په دې وروستیو کې د غیرت بهیر په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته سفر وکړ او راتلوونکې ولسمشرۍ ته یې له کاندیدانو سره ولېدل او رپوټ یې د ډلې شورا ته وړاندې کړ چې پر بنسټ یې دا پرېکړه وشوه.

ورته مطالب