د جنین سقط که د بشر د حقونو نقض

د انځور حقوق bbc
Image caption د افغانستان د قوانینو له مخه د جنین سقطول جرم دی، خو راپور ادعا کوي چې یو شمیر شخصي روغتونونه د ډیرو پیسو په بدل کې دا چاره تر سره کوي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو مشارکت بنسټ په دغه هېواد کې د جنین د سقط د پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی، او دا يې د بشر د حقونو د نقض يو نوی ډول بللی.

زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې کاږي، د افغانستان د خپلواکو رسنیو مشارکت بنسټ د یوه ګډ راپور په خپرولو سره ویلي دي، چې د افغانستان پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې هر کال لسګونه سقط شوي جنینونه خځلو او ډیرانونو ته غورځول کیږي.

بنسټ د ښځو او نارینه و، او په ځانګړي ډول د ځوانانو نامشروع اړیکې ددغې چارې لوی لامل بللی.

د خپلواکو رسنيو مشارکت بنسټ په خپل اته مخیز راپور کې جوته کړې چې د جنین د سقط کره شمیرې په لاس کې نشته ځکه چې په وینا یې دا چاره په پټه تر سره کیږي، خوا وايي د یو شمیر سرچينو پر بنسټ چې راپور یې نوم نه اخلي وايي چې هر کال تر ۷۰ ډیر سقط شوي جنین د کابل د خځلو او ډیرانونو په منځونو کې لیدل شوي دي.

راپور د افغانستان په يو شمېر نورو ښارونو کې هم د ورته چلند خبره کوي.

د افغانستان د قوانینو له مخه د جنین سقطول جرم دی، خو راپور ادعا کوي چې یو شمیر شخصي روغتونونه د ډیرو پیسو په بدل کې دا چاره تر سره کوي.

د یوه خصوصي روغتون چارواکو د راپور پلټونکو ته ویلي چې یوازې سږ کال تر ۱۲ ډیرې ناواده شوې ښځې ،د تلویزوني کتنو او سقط لپاره ورغلي چې وايي دوی یې غوښتنې نه دې منلي.

په راپور کې دا هم راغلي چې ګواکې یو شمیر واده شوې ښځې هم د يو شمیر ټولنیزو لاملونو له کبله خپلې نوې زیږیدلې لورګانې په روغتونونو او نورو ځایونو کې پریږدي.

پژواک خبري اژانس، کلید ګروپ، ۸ صبح ورځپاڼه او سبا خپرندویه ټولنه هغه ادارې دي چې د خپلواکو رسنیو په مشارکت بنسټ کې ګډون لري.

ورته مطالب