جوزجان کې ښځینه ځانوژنې ډېرې شوې

د انځور حقوق
Image caption د جوزجان ولایت په کوه کنبز کلي کې د ځانوژنې وروستۍ پېښه د ۱۸ کلنې شریفې ده چې کورنۍ يې په یوه خټین زاړه کور کې اوسېږي.

د افغانستان شمالي جوزجان ولایت د بشرحقونو او ښځو چارو ریاست وايي، چې په وروستیو څو میاشتو کې هلته د ښځو د ځانوژنې او قتل ۲۳ پېښې رامنځ ته شوې دي.

د ښځو چارو فعالینو په جوزجان ولایت کې د ښځو د ځان وژنې او قتل د اندېښنې وړ او جدي پېښې بللې دي.

جبري او د کم عمره نجونو ودونه او کورنۍ تاتریخوالی د ښځو د ځانوژنې اصلی لاملونه په ګوته کیږي.

د افغانستان په شمال کې داڅویم ځل دی چې له جوزجان ولایته د ښځو پر وړاندې د تارتریخوالي راپورنه خپریږي.

دا ځل د ښځو او نجونو د ځانوژنې او قتل خپرې شوې شمېرې هیښوونکې او د اندېښنې وړ برېښي.

د جوزجان ولایت په کوه کنبز کلي کې د ځانوژنې وروستۍ پېښه د ۱۸ کلنې شریفې ده چې کورنۍ يې په یوه خټین زاړه کور کې اوسېږي.

د شریفې مور وايي چې د خپلې لور د ځانوژنې په دلایلو پوره نه پوهیږي:

((زه یې مور یم، د کور ازاد خیاله نجلۍ وه، له خویندو سره به يې مینه او محبت کاوه، مکتب یې لوست، جومات ته تلله، او خپل پنځه وخته لمونځ یې کاوه، زه ډېره ترې خوشحاله وم ما به ویل چې همدا یوه لور شریفه لرم، خو هغې زه جیګرخونه پرېښودم.

ماښام چې موږ ویده شوي وو دا تللې وه په بله کوټه کې ځان ځړولی وو سهار چې ما لمونځ وکړ او هغې کوټې ته ورننوتم، ګورم چې ځړیږي، ورته په ژړا شوم چې تاخو به یوځل ماته خپله ستونزه ویلې وه، ډېری وخت به غمجنه وه چې وه به مې پوښتله ویل به ځان ورته په زړه کې له نور نجونو برابر او سیال نه برېښي، هغې ویل چې له نورو نجونو سره يې سر او تن نه برابریږي)).

د شریفې له مړینې درې میاشتې اوړي، خو کورنۍ یې وايي تر اوسه هېچا پوښتنه نه ده کړې چې ددغې کورنۍ وضعیت څه ډول دی او ولې دغې پېغلې نجلۍ ځان غرغره کړ.

په جوزجان ولایت کې د شریفې کورنۍ لومړنۍ هغه نه ده چې د ټولنیزو توپیرونو او د ښځو پر وړاندې دتاتریخوالي داستان لري.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس ډاکتر فریدون حبیبي وايي چې په روان کال کې دوی ته د ۱۴ ښځو مړي ور وړل شوي دي چې ځان وژنه يې کړې وه:

((د ۱۳۹۲ کال له پیله تر اوسه د جوزجان ملکي روغتون ته د ځان وژنې څوارلسو پېښو مړي راوړل شوي، چې د ډېرو يې عمرونه د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ وو، ځینې زندۍ شوي وو، تاتریخوالی ورسره شوی وو او ځینې يې مسموم شوی وو)).

د جوزجان ولایت د ښځو چارو فعالین د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالو زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي.

د دغه ولایت د بشرحقونو د خپلواک کمیسیون مشره مغفرت صمیمي وايي چې جبري ودونه او د کورنیو له لوري ناوړه چلند د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي اصلي لاملونه دي:

(زموږ په ټولنه کې شته تاتریخوالی ځوانان له منځه وړي، جبري ودونه، لوږه او ناوړه اقتصادي وضعیت د کورنیو له لوري د قتل لوی لاملونه دي، یا د کورنۍ له لوري ظلم او ستم، یا په جبري توګه یو کس ته د یوې نجلۍ ودېدل چې د هغې خوښه نه وي، له همدې امله د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې. د روان کال له پیله تر اوسه پورې موږ سره د قتل او ځانوژنې ۲۳ پېښې ثبت شوې چې یوه پېښه پکې د ځان سوځونې ده)).

د جوزجان د ښځو چارو مشره نجیبه قریشي بیا وايي هڅې یې پیل کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي مخه ډب کړي، خو داسې برېښي چې دغو هڅو تر اوسه پایله نه ده لرلې:

((د لایحې مطابق موږ په ښار او ولسوالیو کې تبلیغاتي پروګرامونه لرو. له موږ سره یوشمېر بهرنۍ موسسې هم په دې برخه کې کار کوي، داکشن اې‎د دفتر تر شپیتو ډیر حقوقي مرسته کونکې وروزلې چې د کلیو او ولسوالیو په کچه دوی هغه کسانو ته حقوقي سلا مشورې ورکوي چې له کورني تارتریخوالي او ستونزو سره مخامخ دي)).

د افغانستان په شمال کې د بشرحقونو بنسټونه او د ښځو له حقونو د ملاتړ ادارې وايي تر هغو چې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالو د رامنځ ته کېدو عاملینو ته په جدي توګه سزا ور نه کړل شي، نو ددې وېره شته چې ښايي په جوزجان او یو شمیر نورو ولایتونو کې د قتل او ځانوژنې پېښې لانورې ډېرې شي.

ورته مطالب