د ټاکنیزو شکایتونو ۱۰۲ کمیشنرانو کار پیل کړ

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د دغه ګام هرکلی کړی او وايي که چېرې دغه کمیشنران په بې پرې ډول کار وکړي، د ټاکنو رڼښت به لا ډېر کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو ۱۰۲ ولایتي کمیشنرانو لوړه وکړه، چې خپلې چارې به په بې پرې والي او د قانون مطابق مخ ته وړي.

دغو کمیشنرانو تر درې ورځنۍ روزنې وروسته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خپل کار پیل کړ او د ټاکنو په اړوند به د ټولو شکایتونو او سرغړونو ارزونه کوي.

د ټاکنیز کمیسیون ویاند نادر محسني وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چې د ټاکنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې څومره صلاحیتونه لري، هماغومره د ولایتونو ټاکنیزو شکایتونو دفترونه دغه واک لري)).

د ښاغلي محسني په وینا، کمیشنران تر لیسانس کچې پورې زده کړې لري، عمرونه یې تر دېرشو کلونو لوړ دي او پنځه کاله کاري سابقه لري، چې دا ټول شرطونه په قانون کې ذکر شوي دي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر جان داد سپین غر د دغه ګام هرکلی کړی او وايي، که چېرې دغه کمیشنران په بې پرې ډول کار وکړي، د ټاکنو له رڼښت سره همکاري کولی شي:

((د ټاکنو کمیسیون ډېر مهم رول لري، په تېره بیا ولایتونو کې دغه ګومارل شوي کمیشنران مهمه دنده لري، دوی باید په بې پرې والي او لازم توان کار وکړي. که دوی دا کار ونه کړي، اړوندې قضیې به پر خپل وخت وا نه ارزول شي او ډېرې ستونزې په رامنځ ته شي)).

پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو خپل ټاکنیز تبلیغات ولایتونو ته غځولي دي دي.

په ختيځ ننګرهار او شمالي بلخ ولایتونو کې د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو پلویانو د کمپاین بڼه بدله کړې ده، او د موټرو پر سر لګول شویو لاسپیکرونو کې د نوماندانو د ویناوو خپرولو سره خلک ورجذبوي.

ورته مطالب