"د طالبانو ۱۶ مشرانو د دوبۍ په خبرو کې برخه لرله"

Image caption ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د طالبانو د یوه پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکو ټکوغندلې او هغه یې د سولې قرباني بللی.

ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د طالبانو د یوه پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د سولې قرباني بللی.

نوموړی تیره ورځ په پېښور کې نامالومو وسله والو وواژه او نن په تخار کې په خپله پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه د جنازې په مراسمو کې د دولتي چارواکو په ګډون سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

ولسمشر کرزي ویلي، چې ښاغلي تخاري په دوبۍ کې د ملا آغا جان معتصم په مشرۍ د سولې په پیل شویو خبرو کې هم برخه اخیستې وه او بېرته پاکستان ته ستون شوی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي بي بی سي ته وویل، چې د دوبۍ په خبرو کې ۱۶ مهم طالب مشرانو برخه اخیستې وه، چې د ښاغلي تخاري په ګډون شپږ تنه یې د طالبانو د مهال وزیران وو.

هغسې چې له کابله حفیظ معروف په خپل رپوټ کې وايي د مولوي عبدالرقیب تخاري جنازه دوو حکومتي چورلکو له کابله تخار ته ولېږدوله او سلګونو کسانو په کلفګان ولسوالۍ د هغه د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.

نوموړی تېره ورځ په پېښور کې نامالومو وسله والو وواژه.

ولسمشر کرزي هغه د سولې قرباني بللی ځکه د هغه په وینا ښاغلي تخاري په دوبۍ کې د ملا اغا جان معتصم په مشرۍ د سولې په پېل شویو خبرو کې برخه اخیستې وه.

د سولې دغه خبرې د افغانستان د سولې عالي شورا او ملا آغا جان معتصم په مشرۍ پیل شوې دي او ولسمشر کرزي دغه خبرې د نوي سیاسي پړاو د لیږ په درشل کې ښه زیری بللی دی.

په همدې حال کې په و لسمشرۍ ماڼۍ کې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، په دوبۍ کې د طالبانو ۱۶ مهمو مشرانو د معتصم آغا جان په مشرۍ د سولې د عالي شورا له چارواکو سره د سولې د خبرو په وروستۍ غونډه کې برخه لرله.

Image caption ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د مولوي عبدالرقیب تخاري وژنه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې سولې قرباني بللی.

دغې سرچینې وویل چې دا خبرې اوس هم روانې دي.

سرچینې زیاته کړه چې په دغو ۱۶ مهمو طالبانو کې شپږ تنه یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال وزیران وو، چې یو یې مولوي عبدالرقیب تخاری و.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، د سولې په خبرو کې پنځو مهم طالب قومندانانو، چې اوس د جګړې په ډګر کې ونډه لري، هم برخه لرله.

دغه سرچینه وايي، ښاغلي تخاري د سولې په بهیر کې پوره ونډه لرله نو ځکه افغان حکومت د هغه د جنازې لپاره ځانګړې تدابیر نیولې وو.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، په دغه ولایت کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د نورو کسانو ترڅنګ ګن شمېر دولتي چارواکو هم برخه لرله.

مولوي عبدالرقیب

مولوي عبدالرقیب تخاری ازبک ټبره او په تخار کې زیږدلی و.

هغه د پاکستان په سوات دره کې دینې زده کړې وې او په اکوړه خټک کې له حقاینه دارلعلومه فارغ شوی و.

فقید تخاری په کندهار کې له طالبانو سره یوځای شو او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ګډوالو چارو وزیر پاتې شوی و.

د طالبان د رژیم له نسکورېدو وروسته هغه د پاکستان په پېښور کې اوسېده او ځینې وخت یې له پاکستانه بهر هم سفرونه کول.

د هغه د وژنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د هغه له وژل کېدو دمخه د پاکستان په کوټه ښار کې ځینې نور مهم طالب مشران هم ووژل شول.

ورته مطالب