کابل ورځپاڼې، سلواغه ۳۰، د مولوي رقيب وژنه

مولوي رقيب
Image caption مولوي رقيب په پېښور کې د وسله والو کسانو له لوري په ډزو ووژل شو

د کابل چاپ ورځپاڼو(چهارشنبه د سلواغې دېرشمه) په پېښور کې د یوه پخواني افغان طالب چارواکي وژل کېدل، په اړه یې د افغان دولت غبرګون او د سولې پر پروسې د هغې اغېزې څېړلې او تبصرې یې پرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۸مه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالرقیب تخاری د پاکستان په پېښور ښار کې د نامالومو وسله والو له خوا ووژل شو چې د ده مړی، د هغه د کورنۍ د غړو او يو شمېر نورو کسانو له لوري د افغان حکومت د چورلکو په وسیله تخار ته ولېږدول شو.

ملي باور ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د سوله غوښتونکو طالب مشرانو د ترور خطرناکه لوبه او په دې تړاو په دوبۍ کې د ملا آغا جان معتصم په مشرۍ د څو پخوانیو طالب مشرانو را غونډېدل څېړي او د دوبۍ د دې خبرو اترو د یوه مهم ګډونوال مولوي عبدالرقیب تخاري مرموزې وژنې ته په اشارې سره په دې نظر ده چې د دوبۍ له غونډې نه پېښور ته تر راستنیدو ورسته سمدستي د نوموړي د وژل کېدو لامل او علت له افغان سولې سره د نوموړي مینه او د دوبۍ په غونډه کې د هغه برخه اخيستل و.

یاده ورځپاڼه په دې باور ده چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سوله خوښو افغان طالبانو وژنه نه یوازې د سولې په لار کې د پاکستاني چارواکو دوه مخې ښکاروي، بلکې د ورځپاڼې په کرښو دا هغه خطرناکه لوبه ده چې د سولې راتلونکي بهیر ته زیان رسوي.

د ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په دې اند هم دی چې که چېرې پاکستان په رېښتیا په افغانستان کې د سولې له بهیر سره دلچسپي درلودای، نو د معتصم او تخاري غوندې طالب مشرانو د ساتنې تر څنګ به یې له هغوی سره مرسته هم کړې وه.

همدارنګه د جامعه باز یا پرانیستې ټولنې ورځپاڼه هم په پېښور کې د مولوي عبدالرقیب تخاري وژل کېدل او د هغې په اړه د افغان دولت غبرګون ارزوي او د افغان دولت په مرسته تخار ولایت ته د هغه د مړي لېږدول او هغه ته د جنارې مراسم ترتیبول، په دې معنا ګڼي چې ګواکې د افغان دولت په اجرایي دستګاه کې یو ډول پیچلتیا او نا روڼوالی شتون لري.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې د مولوي عبدالرقیب تخاري د وژل کېدو د پېښې تر شا د پاکستاني استخباراتي ادارې آی اېس آی لاس لرلو ته اشاره کوي، په دې نظر هم ده چې د نوموړي وژل کېدل اود ورځپاڼې په کرښو د هغې د جنازې شاهانه مراسم به د سولې پر پروسه کوم خاص اغېز ونه کړي.

سرنوشت ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې د مولوي عبدالرقیب تخاري وژل کېدل ارزوي او په دې باور ده چې د نوموړي وژل کېدو په دوبۍ کې پر هغه لیدو کتو سیوری غوړولی چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې د شورا او د معتصم آغا جان په مشرۍ د لوړ پوړو طالب چارواکو ترمنځ ترسره شي.

دغه ورځپاڼه په دې باور ده چې د مولوي عبدالرقیب تخاري د وژل کېدو تر شا د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ دي او لیکي چې د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ نه غواړي چې وسله وال طالبان ددوی له خوښې او اجازې پرته له چا سره خبرې وکړي.

سرنوشت پدې نظر هم ده چې هغه کړیو چې د ملا معتصم آغا جان په مشرۍ یې د سولې په تړاو له دغه خبرو اترو ویره درلوده،د مولوي عبدالرقیب له په نښه کولو سره نه یوازې د دوبۍ پیل شویو خبرواترو ته د نوموړي د ورتګ مخه ونیوله، بلکې د مولوي تخاري لارویانو ته یې داپیغام هم ورکړ چې نوموړی نه لومړی قرباني دی او نه به وروستی وي.

هشت صبح ورځپاڼه هم په پېښور کې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب وژنه څېړلې او پدې باور ده چې په پاکستان کې یو شمير کړۍ چې له طالبانو ملاتړ کوي ، دهغوی د کنټرول لپاره ډیر وسایل په لاس کې لري.

یاده ورځپاڼه د پاکستان په خاوره کې پر ملا معتصم آغا جان وسله وال برید، د پاکستان په یوه زندان کې د مولوي عبیدالله مړینه او همدارنګه د پاکستاني چارواکو له اړخه د ملابرادر زنداني کول،او په پای کې هم د مولوي عبدالرقیب وژل کېدل یادوي او پدې اند ده چې په پاکستان کې ددې هېواد پوځي او استخباراتي کړۍ او مذهبي بنسټ پالي نه غواړي اوس مهال طالبان له کابل سره خبرې اترې ترسره کړي.

انیس او هېواد دولتي ورځپاڼو هم نن خپلې سرمقالې همدې موضوع ته ځانګړې کړې دي او د مولوي عبدالرقیب تخاري د وژل کېدو د پېښې په اړه تر ډېره بریده دولتي دریځ روښانه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption تر دې پېښې وړاندې ملا عبدالغني برادر هم د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کړي

انیس ورځپاڼه د پاکستان په خاوره کې د مولوي عبدالرقیب د وژل کېدو پېښې ته په اشارې سره له وسله والو مخالفینو غواړي چې د دولت او مسلمان ولس د سولې د آواز هرکلۍ وکړي.

هېواد ورځپاڼه هم همدې وژنې ته په پاملرنې سره پدې اند ده چې له هېواده بهر د طالبانو امنیت خوندي ندی او د ورځپاڼې په کرښودوی باید نور پردۍ وسله له خپلو اوږو کوزه کړي.

ویسا ورځپاڼه بیا په پاکستان کې د دولت او دهغوی د وسله والو مخالفینو تر منځ جګړو ته په پاملرنې سره پدې اند ده چې پاکستان د بې ګناه وینو پور پرې کوي.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو په لاس د پاکستان دپوځیانو وژنه یادوي، په دې باور ده چې اوس هم افغاني طالبانو او هم پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ اصلیت ښه پېژندلی دی، نو ځکه یې د ورځپاڼې په کرښو په سنګر کې نیول او بیا وژل ورته آسانه دي.

ویسا د مولوي عبدالرقیب تخاري وژل کېدو ته هم پاملرنه کوي او په داسې حال کې چې لیکي نوموړي نور د جګړې پر ځای د سولې او ورورۍ د پیاوړتیا لاره غوره کړې وه، پدې نظر هم ده چې پاکستاني پوځ له امریکا سره په ګډه په اور تیل شیندي او د سولې او تفاهم د هڅو مخنیوی کوي.

ورته مطالب