افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکول کېږي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغې ۱۲۷۰ کیلومتره کرښې څخه ۵۶۳ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تیریږي، چې په کال کې به شاوخوا اتیا میلیونه ډالره د ترانزیت له پلوه افغانستان ته ورکول کیږي.

افغانستان، قزاقستان، تاجکستان او پاکستان د ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا پر لېږد موافقه کړې ده. له دغې برېښنا به ۳۰۰ میګا واټه افغانستان او پاتې زر میګا واټه یې پاکستان ته لېږدول کیږي.

پر دغې پروژې ۹۵۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې نړیوال بانک، USAID او اسلامي بانک یې ورکوي.

د دغې پروژې لومړنۍ څېړنې د کاسا به نوم یادیږي چې د یوه کاناډايي شرکت له خوا بشپړې شوې دي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي د دغې پروژې پر سر به ورستۍ موافقه د مارچ میاشتې په لومړیو کې د ښکېلو خواو له خوا وشي.

د هغې موافقې له مخې چې له مخکې شوې قزاقستان او تاجکستان به ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا صادره کړي چې ۳۰۰ میګا واټه پر افغانستان او پاتې زر میګا واټه یې پر پاکستان پلوري.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مرستیال غلام فاروق قاضي زاده بي بي سي ته وویل د برېښنا دغه کرښه چې ۱۲۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري له هغې جملې ۵۶۳ کیلو متره یې د افغانستان له خاورې تیریږي.

د ښاغلي قاضي زاده په وینا افغانستان به د برېښنا د ترانزیت له لېږد له پلوه په کال کې شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي. او پر هغه سربېره به هغو سیمو ته چې د برېښنا مزي تر ې تیریږي برېښنا هم ورکول شي.

ټاکل شوې چې دغه پروژه تر راتلونکو نهو میاشتو خپل کار پیل کړي او په دریو کلونو کې یې چارې بشپړې شي.

د افغان چارواکو په وینا په دغې مودې کې به هر کال له ۷۹ تر ۸۰ میلیونه ډالره د ښوونځیو، سړک، روغتیايي مرکزونو او نورو بنسټيزو پروژو په جوړولو هم ولګول شي.

ورته مطالب