د سروبي پر امنیه قومندانۍ برید پای ته ورسېد

د انځور حقوق Pajhwok
Image caption د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ طالبانو موټربم چاودنه کړې او بیا یې ډله ییز برید کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، چې برید کوونکو نژدې یونیم ساعت جګړه وکړه، چې په پای کې د پولیسو له خوا درې واړه برید کوونکي ووژل شول.

برید د سهار شاوخوا شپږ بجې پل شوی و.

پولیس وايي، د برید پیل کې، د سروبي امنیه قومندانۍ دروازه کې تونس ډوله موټر چوول شوی او بیا دوو برید کوونکو په (چادریو کې) قومندانۍ ته د ننوتلو هڅه کړې ده.

صدیقي وايي، دغه دوه کسان مخکې له دې چې قومندانۍ ته ننوځي، د پولیسو له خوا ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، پېښه کې دوه پولیس ټپیان شوي، خو ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

د چاودنې له کبله د قومندانۍ ودانۍ زیانمنه شوې او د لنډ وخت لپاره د کابل- جلال اباد لویه لاره هم تړل شوې، چې بیا وروسته بېرته پرانیستل شوې ده.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې ویناپاڼه کې ادعا شوې، چې یو شمېر ځانمرګو برید کوونکو یې د سروبي پر امنیه قومندانۍ برید کې لومړی له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر چوولی او بیا یې د ولسوالۍ او قومندانۍ پر ودانیو بریدونه کړي.

طالبان وايي، چې برید کوونکي یې امنیه قومندانۍ ته ننوتي او بریدونه کوي، خو یوې افغان سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې هلته امنیتي ځواکونه رسېدلي او اوس برید پای ته رسېدلی دی.

طالبانو په دغه برید کې د ګڼو افغان سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې، خو تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

پرون (پنجشنبه/کب ۱) د کابل څلورمې حوزې یوې اړوندې سیمې کې ځانمرګي برید یو کس وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

وړمه ورځ هم سروبي کې ولسمشرۍ ته د یوه کاندید عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کمپاین د کابل - جلال اباد پر لار سروبي کې برید شوی و، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

ورته مطالب