شیرزی وايي ټاکنو کې د چا په ګټه نه تېرېږي

ګل اغا شیرزی
Image caption د ولسمشرۍ خپلواک کاندید محمد شفیق ګلاغا شیرزي په یوه خبري ناسته کې هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل، چې ګڼې دی په ټاکنو کې د بل کاندید په ګټه تیریږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنوته کاندید محمد شفیق ګلاغا شیرزي هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې دی په ټاکنو کې د کوم کاندید په ګټه تیریږي. پخوا داسې اوازې خپرې شوې، چې د ګلاغا شیرزي په ګډون قیوم کرزی او نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه تیریږي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په افغانستان کې د ټاکنو اړوند موضوعات تعقیب کړي او دغه رپوټ یې پرې برابر کړی دی:

د ولسمشرۍ خپلواک کاندید محمد شفیق ګلاغا شیرزي په یوه خبري ناسته کې هغه رپوټونه بې بنسټه وبلل، چې ګڼې دی په ټاکنو کې د بل کاندید په ګټه تیریږي.

ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړې، چې ګواکې دښاغلي شیرزي په ګډون ځینې کاندیدان د نورو په ګټه تیریږي خو ګلاغا شیرزي په خبرې ناسته کې وویل، دغه ګنګوسې هغه کاندیدان خپروي، چې د ده په ټکو کوم رایې نه لري:

''زه د همدې مطبوعاتي کنفرانس له لارې هغه اوازې ردوم، چې ګواکې زه به په ټاکنو کې بل چاته تیریږم. دا ډول اوازې هغه کسان اچوي، چې په خلکو کې رایې نه لري''.

Image caption خپله اشرف غني په غونډه کې نه وو خو کونړیانو ېې له استازو غوښتل چې دکونړ پر سیند د برېښنا جوړېدل يې لومړیتوب دی.

مخکې داسې اوازې خپرې شوې، چې ګل اغا شیرزي، قیوم کرزی او نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه تیریږي خو د نارد نعیم د کمپاین یو مسوول مصطفی کاکړ هم دغه ډول اوازې رد کړې:

''هغه اوازې چې اوس په رسنیو کې خپریږي، چې ګواکې محمد نادر نعیم بل کاندید تیریږي، دا موږ په بشپړ ډول ردوو''.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حامد کرزي ورور قیوم کرزی ولسمشرۍ ته د ۱۱ نوماندانو له ډلې دی.

د قیوم کرزي د کمپاین چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کوله.

بل خوا په ولسي جرګه کې د وردګو د خلکو استازي عبیدالله کلیمزي سلګونه کسان په کابل کې د لویې جرګې خیمې ته رابللي وو، او په ټاکنو کې یې له زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ.

په ختیځ ولایت کونړ کې سلګونه کسان په ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني په پلوۍ راټول شوي وو.

د ښاغلي احمد زي د ټاکنیز دفتر د پرانیستې په موخه د کونړ له ټولو ولسوالیو نه قومي مشران او ځوانان ورغلي وو.

خپله اشرف غني په غونډه کې نه وو خو کونړیانو ېې له استازو غوښتل چې دکونړ پر سیند د برېښنا جوړېدل يې لومړیتوب دی.

ورته مطالب