''منصور دادالله له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی''

منصور دادالله
Image caption منصور دادالله په ۲۰۰۷ کال تر هغه وروسته مطرح شو چې د دۀ ورور او د وسله والو طالبانو مشهور قومندان ملا داد الله ووژل شو .

د طالبانو یو مخکنی قومندان منصور دادالله د پاکستان له بنده تر خوشي کېدا وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تېر سپتمبر میاشت کې د دادالله د خوشي کېدو اعلان وکړ، خو له هغه سره نور خوشي شوي طالب بندیان له زندانه ووتل او دی لاهم په زندان کې و.

د ملا دادالله د محاذ ویاند بریالي رهبرمل بي بي سي ته منلې ده، چې منصور دادالله له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی: "له پاکستاني زندانه د منصور دادالله خوشي کېدل تاییدوم''.

سرچینه وايي، ملا منصور دالله ته د اعصابو او بډوډو ناروغي پیدا شوې، چې لاهم تر درملنې لاندې دی.

تېره میاشت د دالله نژدې کسانو د هغه د خوشي کېدو خبر ورکړ، خو وویل چې له کورنۍ سره د یو ځای کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

منصور دادالله د ۲۰۰۸ د فبرورۍ پر ۱۱ پاکستاني ځواکونو بلوچستان کې نیولی وو.

پاکستان وایي، د تېر کال له نومبر راهیسې یې شاوخوا ۶۰ طالب بندیان خوشي کړي، چې په کې د طالبانو پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر هم دی، چې تر اوسه له خپلې کورنۍ سره نه دی یوځای شوی.

د پاکستان پوځ مخکې ویلي وو، چې له منصور دادالله سره د هغۀ پنځه کسه ملاتړي هم نيول شوي ووو .

Image caption ملا منصور دادالله چې د خپل ورور دادالله له وژل کېډو وروسته په سوېل کې د يو نسبتاً لوى شمېر طالبانو د قومندان په توگه ټاکل شوى و، طالبانو خپلسرى او پردى اعلان کړى و.

منصور دادالله په ۲۰۰۷ کال تر هغه وروسته مطرح شو چې د دۀ ورور او د وسله والو طالبانو مشهور قومندان ملا داد الله ووژل شو .

خو منصور دادالله ته نژدې کسانو دا خبره رد کړې وه او ځينو دغه ټوله چاره د وسله والو طالبانو ترمنځ د مخالفت ښکارندويه بللې وه .

داسې ادعاوې وې چې منصور دادالله د ډيرو ځانمرگو بريدونو مشري په غاړه لرله.

''دادالله زموږ نه دی''

په ۲۰۰۷ طالبانو اعلان کړى چې منصور دادالله نور د دوى سړى نه دى. د طالبانو مشر قومندان منصور دادالله خپلسرى او له خپل غورځنگه وتلى بللى.

ملا منصور دادالله چې د خپل ورور دادالله له وژل کېډو وروسته په سوېل کې د يو نسبتاً لوى شمېر طالبانو د قومندان په توگه ټاکل شوى و، طالبانو خپلسرى او پردى اعلان کړى و.

د ملا منصور د ورور، ملا داد الله په اړه هم د هغۀ د ژوند په وروستيو کې ويل کېدل چې له ملا عمر سره يې اړيکي خړپړ شوي. هلته هم د څارونکو په وينا، د ملا داد الله يو شمېر خپلسريو او بې سلا کارونو د طالبانو مشرتابۀ له خپلو تر ټولو نژدې قومندانو څخه ليرې کړى و.

ورته مطالب