چین وايي د افغان ځواکونو روزنه غځوي

Image caption د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي چې کابل ته تللی وايي هیواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او سمبالولو ته دوام ورکړي.

د چین د بهرنیو چارووزیر وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کول او یا نه لاسلیک د افغانستان او چین پر اړیکو کوم اغېز نه شي لرلای.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

چین د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال افغانستان ته راځي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک پرسر لا هم ناندرۍ روانې دي. د افغان ځواکونو ملاتړ ددې تړون له مهمو برخو څخه یوه ده.

د چین د بهرنیو چارو زیر وانګ یي له خپل افغان سیال سره له لیدلو وروسته خبریالانو ته وویل هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو له وزیر څخه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د برخلیک په اړه هم پوښتنه وشوه ، هغه وویل په دې برخه کې د افغانانو پریکړې ته درناوی کوي. وانګ یي زیاته نه دغه تړون او نه هم بل کوم څه له افغانستان سره د چین د مرستو په وړاندې خنډ رامنځته کولای شي:

''موږ هیله لرو چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لا ځواکمنه کړي.

دغه راز هیله لرم چې دا اړیکي په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختیا سره مرسته وکړي. په ورته وخت کې دا هیله هم لرم چې په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو اندیښنې په بشپړول په پام کې ونیول شی او درناوي یې وشي''.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني په دغې خبري غونډه کې وویل د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي ا و دفاعي تړون په اړه خبرې دوام لري او دی هیله لري چې دا تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.

ښاغلي عثماني په افغانستان کې د سوداګرې په پراختیا کې د چین رول مهم وباله او له چین څخه یې وغوښتل چې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکي مخ په پراخیدو دي، چین اوس په آسیا کې تر ټولو لوی اقتصادي ځواک او په نړۍ کې دویم ستر اقتصادي ځواک بلل کیږي.

په تیره یوه لسیزه کې چین په افغانستان کې د کانونو په برخه کې تر ټولو هېوادونو زیاته پانګونه کړې. یوه چینايي شرکت د نړۍ د مسو د ترټولو لوی کان د عینک د مسو کان د راویستلو لپاره شاوخوا درې ملیارده ډالرو په ارزښت تړون تر لاسه کړی. او یوه بله چینايي شرکت د افغانستان په شمال کې د تیلو په راویستلو بوخت دی.

ورته مطالب