کابل ورځپاڼې، سلواغه ۴، ټاکنيزې منډې ترړې

Image caption داسې هڅې روانې دي، چې د ولسمشرۍ نوماند قيوم کرزی د زلمي رسول په ګټه تېر شي

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (یکشنبه د کب څلورمه) تر ډېره بریده دوه موضوعات ډیر څېړلې دي چې د یوه مشخص نوماند په ګټه د نورو نوماندانو تېرېدنه او دهغې اغېزې او پایلې او همدارنګه کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر او د دواړه خواوو ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې یې غټ سرټکي شمېرل کېږي.

د یادونې وړ ده چې یوه جرګه چې دافغانستان د ۳۴ ولایتونو استازي په کې راټول شوي دي، هڅه کوي چې ولسمشرۍ ته د ولاړو ١١ نوماندانو شمیر را کم کړي او د رپوټونو له مخې ولسمشر حامد کرزي له دغه قومي جرګې غوښتنه کړې، چې ورور یې عبدالقیوم کرزی په راتلونکو ټاکنو کې د کوم بل کاندید په ګټه تیرېدو ته وهڅوي.

سرنوشت ورځپاڼه پوښتنه کوي چې د يوه کانديد په ګټه تېرېدل، د کومو معيارونوله مخې؟ او تر دې سرلیک لاندې بیا هغه راپورونه ارزوي چې وایي ډېر ژر به د ولسمشرۍ ځيني کانديدان د نورو په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شي او که څه هم پدې نظر ده چې دا کار بايد وړاندې شوى واى، ځکه اوس د کانديد نوم له هغو پاڼو نه شي ايستل کېداى چې ولسمشر په کې د خلکو له خوا انتخابيږي، خو بیا وړاندې لیکي چې که اوس هم دا کار کيږي، نو ګټور دى.

سرنوشت پدې باور ده چې زمومږ ټولنه دې ته سخته اړتيا لري تر څو داسې يو حالت ته ولاړه شي چې هلته له يوه کانديده د ملاتړ معيار د افغانستان لپاره د هغه کانديد پلانونه او تګلاره وي چې د ورځپاڼې په کرښو له بده مرغه تر اوسه پورې له کانديدانو د ملاتړ لپاره دغه معيار ته کم پام شوى دی.

یاده ورځپاڼه وړاندې بیا ددې کار د ګټور توب لامل دا ګڼي چې ښايي پدې کار سره ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې نه شي او په دې ډول به نه يوازې د لا زيات لګښت مخنيوى وشي، بلکې له سياسي ثبات سره به هم مرسته وکړي، خو ددې سره سره بیا هم د سرنوشت د سرمقالې لیکوال پدې نظر دی چې تېرېدونکى کانديد بايد خلکو ته روښانه کړي چې دا کار يې د شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره کړى دى.

ماندګار ورځپاڼه هم یوې ډیموکراتیکې پروسې څخه د قومي ګټې اخیستنې څخه سرټکوي او ددې جرګې هلوځلو ته په پاملرنې سره لیکي چې د یوه نوماند په ګټه د بل نوماند تیریدنه ځان ته ځانګړي شرایط لري داسې چې د ورځپاڼې په کرښو باید له ټاکنیزو کمپاینونو وړاندې دا کار وشي او دواړه لوري په خپل منځ کې چنې ووهي.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې په اوسني پړاو کې د یوه نوماند په ګټه د بل نوماندتیریدنه بې ګټې بولي، پدې باور ده چې دا نوماندان د ګډو سیاسي موخو یا ورته کاري پلانونو له امله د بل نوماند په ګټه نه تېرېږي، بلکه د ورځپاڼې په کرښو د قومي مشرانو را غونډېدنه او دیوه نوماند په ګټه له بل نوماند څخه تېرېدنه ښکاروي چې د قوم او قبیلي ګټې مطرح دي.

ماندګار ورځپاڼه دا ډول حرکت په بشپړه توګه یو منفي حرکت ګڼې اوپدې باور ده چی که دا کار بریالی هم شي، خپل شتون به دیوه قوم او قبیلي د ګټو لپاره په کاروي.

اطلاعات روز ورځپاڼه بیا د کندهاري جرګو هلې ځلې د پخوانیو دودونو د بیا را ژوندي کېدو په معنا ارزوي او پدې نظر ده چې کابل ته د درانیو د قبیلې د یوسل اویا تنو سپین ږیرو او مشرانو راتلل، د هېواد په ګرمه سیاسی او ټاکنیزه فضا کې زیاتې هېلې او اندېښنې زیږولې دي.

دغه ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د نوماندانو تر منځ د یوه سیاسي ایتلاف د رامنځ ته کولو لپاره د درانیو د قوم دمشرانو هلې ځلې او ناستې ولاړې که څه هم د ډیموکراسۍ او د وګړو دحقونو مطابق دي، خو د ورځپاڼې په کرښو له سیاسي نظره د افغانستان د ډیموکراسۍ د پایښت او دوام لپاره معقولې ندي.

ملي باور ورځپاڼه بیا کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په تړاو د افغانستان په ثبات کې د چین ونډه څېړي او چین د افغانستان هغه ګاونډی ګڼي چې د افغانستان په کورنیو چارو اوبهرنیو تپل شویو موضوعاتوکې تر اوسه د ښکیلتیا تور تاریخ نه لري.

یاده ورځپاڼه په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د چین پانګونه یادوي او په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر ضرار احمد عثماني سره د چین دبهرنیو چارو وزیر ګډ خبری کنفرانس ته هم پا ملرنه لري.

د ملي باور ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال پدې اند دی چې د افغان حکومت لپاره دسوداګرۍ،اقتصادي مرستو او ملي ځواکونو د روزنې په برخه کې ګټه اخیستنه مهمه او تر نورو آسانه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چين ويلي د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او په اقتصادي برخه کې پانګونه کوي

محور ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په تړاو د افغانستان او چین اړیکې څېړي او لیکي چې له هماغه وخته چې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون د نه لاسلیک په صورت کې د امریکا په بدیل پسې ګرځي، نو د چین انتخاب په سر کې راځي.

محور هم لکه نورې ورځپاڼې په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته پاملرنه کوي او پدې نظر ده چې د نړۍ د قوي اقتصاد درلودونکي هېواد په توګه د چین نفوذ ته په پاملرنې سره دافغانستان نژدې والی مثبته لاس ته راوړنه ده.

همدارنګه د جامعه باز یا پرانیستې ټولنې په نامه ورځپاڼه هم کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته پاملرنه کوي او پدې اند ده چې د خپل عمر په وروستيو میاشتو کې د افغان ډیپلوماسۍ دستګاه هلې ځلې په لویو سیاسي پرېکړو کې د لید لوري د بدلون ښکارندویي کوي.

یاده ورځپاڼه له لویدیز سره د افغانستان د اړیکو سړښت او همدارنګه له چین سره د اړیکو ګرموالی له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته د الوت په نامه یادوي او پدې اند ده چې دا ډول کړنې کوم رغنده اغیز نشي درلودای او د ورځپاڼې په کرښو لکه څرنګه چې د افغانستان تیر تاریخ څرګنده کړې، له دقیقې اوکره محاسبې پرته د بهرني سیاست لید لوری بدلول، د هېواد له ورانېدو پرته بله کومه لاس ته راوړنه نشي درلودای.

ورته مطالب