"د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ تړون ته دې بیا کتنه وشي"

Image caption د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر تړون د بیاکتنې غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر تړون د بیاکتنې غوښتنه کوي.

د دغې خونې د چارواکو په وینا دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې په یو لوی خنډ بدل شوی دی.

له کابله سیمع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمیسیون نهمه غونډه په داسې حال کې په کابل کې جوړېږي چې افغان چارواکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی تړون د سوداګرۍ پر وړاندې په لوی خنډ بدل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت خونۍ مشر قربان علي حقجو چې د دې غونډې په څنډه کې یې خبرې کولې وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په اوسني تړون کې باید بدلون راشي.

نوموړي وویل د ترانیزیت په برخه کې چې کومه ستونږه موږ لرو هغه د اپټا تړون د ناسم پلي کېدو ده.

هغه فزیکي وړتیاوې چې په دغه تړون کې یې وړاندیز شوی تر اوسه نه په پاکستان او نه هم په افغانستان کې رامنځته شوي دي.

د ښاغلي حقجو په وینا دا وړتیاوې په کمپیوټري بڼه د ترانزیتي چارو تنظیمول، په کانټینرونو کې د سوداګریزو توکو لیږدول او د ضمانت وړاندې کول په صورت کې د سوداګریزو توکو لیږدول دي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه چې افغانستان ته د پاکستاني توکو د قاچاق د لوړې کچې له امله سوداګري ډېره اغیزمنه شوې چې د مالیې له درکه یې پر عایداتو هم منفي اغېزه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وشوې، چې د کونړ پرسیند د دواړو هېوادونو له خوا په ګډه د برېښنا بند جوړول یې له مهمو پروژو یوه وه.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اسحاق ډار دغې پروژې ته ډېره خوښي وښوده.

نوموړي وویل چې دغه وړاندیز مني او یوه ښه طرحه یې وبلله.

د افغانستان د برېښنا او اوبو مرستیال وزیر شجاع الدین ضیایي، وايي دغه پروژه به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو هم ښه اغیز وکړي.

د کونړ پر سیند د برېښنا بند سربیره په دغې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې پنځو ملیاردو ډالرو ته د سوداګریزۍ لوړول، د افغانستان له لارې پاکستان ته له منځنۍ آسیا د ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا لیږدول او په ځانګړې ډول د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګاز انتقال هم وڅیړل شول.

دغه راز په دې دوه ورځنۍ غونډه کې سوداګرو ته په اسانۍ د ویزو د ورکولو، د تورخم جلال آباد او چمن سپین بولدک له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د غځولو، د افغانستان له لارې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د سړک جوړولو او د پاکستان له خوا افغان محصلینو ته د ۳۰۰۰ تحصیلي بورسونو ورکولو په اړه هم خبرې وشوې.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه هیله منه نه ده چې دغه ژمنې دې عملي کړای شي.

چارواکي یې وايي چې د دې پروژو د عملي کولو لپاره د یوه مناسبت نشتوالی به د دې لامل شي چې دا ډول غونډې د پام وړ لاسته راوړنې ونه لري.

ورته مطالب