د کابل ده سبز روغتیايي خدمتونه غواړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روغتیا په برخه کې دوو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

سیو ده چېلډرېن واي لاهم افغانستان کې د روغتیا برخه کې د دوولس کلنو هڅو سربېره، روغتیايي وضعیت کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

دغه سازمان وايي، چې دا مهال د هرو لسو زرو افغانانو لپاره ایله شپږ یا اووه ډاکټران شته.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم ویلي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې یې څېړنې ښوولې، چې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو لاسرسی ډېر کم دی.

د دغه سازمان یوه غړي ډاکتر ولي الله الهام بي بي سي ته وویل، چې روغتیايي اسانتیاوو ته کم لاسرسی د ناامنیو له کبله دی، چې په وینا د جګړې دواړې غاړې باید ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو ته د خوندي چاپېریال جوړېدو مخه ونه نیسي:

((زموږ د بې پولې ډاکټرانو له نظره باید د جګړې له ټولو غاړو سره خبرې ولرو، چې ناروغانو او ډاکټرانو ته خوندي چاپېریال رامنځ ته شي، او روغتیايي مرکزونه محفوظ وساتل شي)).

Image caption ډاکټر عزیز احمد وايي، هم ناروغان ګوري او هم اداري کارونه مخته وړي.

روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په تړاو مو ، د کابل په څنډو کې نسبتاً د کلیوالو سیمو د روغتیايي مرکزونو وضعیت مالومولو په پلمه د کابل ده سبز ولسوالۍ ته سر ورښکاره کړ، د دغې ولسوالۍ کلینیک ته له ډېرو لیرو سیمو ناروغان راځي، چې د کلینیک د یوې ډاکټرې په وینا، د درملو د کمښت له کبله دوی د ټولو ناروغانو درد نه شي دوا کولی.

د دغه کلینیک یوې ډاکټرې مینه کمال وردګ بي بي سي ته وویل، د کلینیک د لیرې والي له کبله ښځینه ناروغانې، په تېره بیا میندوارې مېرمنې په ډېرې خوارۍ هلته ځانونه رسوي:

((هره ورځ موږ ته له لیرو سیمو مینداورې مېرمنې هم راځي، کله څلوېښت او پی ډي ناروغان راځي)).

خو د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو کلي یوه اوسېدونکي جمشید بي بي سي ته وویل، چې د درو زرو کورنیو لپاره په لیرې سیمه کې کلینیک یوه لویه ستونزه ده.

ټکنده غرمه د ده سبز ولسوالۍ یوه بل کلینیک ته په داسې حال کې ورغلو، چې له یوه ډاکټر او قابلې پرته هلته هېڅ ناروغ نه تر سترګو کېده.

د انځور حقوق
Image caption دغه کلینیک د جاپان او کوریا په مالي ملاتړ جوړ شوی.

که څه هم ډاکټر د غرمې تر دوولسو تر سلو د ډېرو ناروغانو د معاینې او کتلو او ترڅنګ یې د اداري چارو مخته بېولو ادعا کوله، خو ښکاري، چې د روغتیا وزارت دغه روغتون ته هېڅ سر نه دی ورښکاره کړی.

ډاکټر عزیز احمد وايي، چې هم د ډاکټر دنده مخته وړي او هم اداري کارونه کوي، خو د روغتیا له وزارت یې غوښتنه دا ده، چې نور روغتیايي پرسونل ورکړي:

‎((قابله ښځینه ناروغان ګوري، زه هره ورځ تر یوسل او څلوېښت پورې او پي ډي ناروغان ګورم، چې تقریباً هره ورځ موږ تر یونیم سلو پورې ناروغان معاینه کوو)).

وړاندې افغانستان د میندو او نویو زیږېدونکو ماشومانو د مړینې له اړخه د نړۍ له ډېرو خطرناکو هېوادونو ګڼل شوی و.