کابل ورځپاڼې، د کب ۷مه، غازي اباد

Image caption دفاع وزارت د ۲۱ سرتېرو د وژل کېدو د بې پروایی په تور ۹ افسران له دندو ګوښه کړي

د کابل چاپ ورځپاڼو نن( چهارشنبه د کب ۷مه نېټه) یو ځل بیا او د دریمې پرله پسې ورځې لپاره د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ په خونړۍ پېښه باندې بحثونه کړې دي او په ځانګړې ډول یې ددې پېښې په تړاو له دندو د ملي اردو دنهو تنو افسرانو ګوښه کېدل او د اړونده امنیتي ادارو تر منځ د نه همغږۍ ستونزه څېړلې ده.

دیادونې وړ ده ملي دفاع وزارت پرون ومنله چې د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د مخالفینو د برید په مخنیوي کې بې پروايي شوې ده او د همدې پېښې په تړاو یې چې ۲۱ تنه پوځیان په کې ووژل د پوځ ۹ تنه افسران له دندو ګوښه کړي دي.

سرنوشت ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې ناهمغږي بنسټونه اوزياتېدونکې مرګ ژوبله د یوې ګډې ستونزې په توګه ارزوي اود ملي دفاع وزارت هغه پرېکړې ته په پاملرنې سره چې د غازي آباد د پېښې په تړاویې د غفلت له امله د ملي اردو ٩ افسران له دندو ګوښه کړي او د څېړنو لپاره يې اړوند ارګانونو ته معرفي کړي لیکي چې: پوښتنه دلته پيدا کېږي چې ايا د وزارت دغه پرېکړه به په راتلونکي کې د دغسې احتمالي پېښو او بريدونو مخه ونيولى شي او اغېزمنه به تمامه شي، که نه بايد په دې برخه کې نوررغنده ګامونه هم واخيستل شي؟

یاده ورځپاڼه هغه راپورنو ته په پاملرنې سره چې د ملي امنیت اداره وایي چې د کونړ امنيتي ارګانونو او د ولايت مقام ته يې مخکې له مخکې د ممکنه بريد په اړه رپوټ ورکړى و، لیکي چې له دې معلوميږي چې د امنيتي ارګانونو او نورو دولتي ادارو ترمنځ هېڅ همغږي نشته او نه هم د سرتېرو او خلکو ژوند ته اهميت قايل دي.

سرنوشت په داسې حال کې چې باور لري چې گاونډیانو تل له افغانانو سره دښمني کړې ده، او نور ملکونه هم د دوستۍ په نوم زموږ په تباهۍ پسې را اخيستې ده لیکي چې که خپلمنځي اختلافات، هم د نظام او هم د ولس په کچه ورک نه شِي، له تعصباتو لاس وانه خلي، پردي پالنه او قدرت طلبي پرې نه ږدي، فساد ورک نه کړي او کار اهل کار ته ونه سپاري، له ملي شتمنۍ او بهرنيو مرستو سالمه او پر ځاى ګټه وانه خلي او ملي فکر ونه کړي، فکر نه کېږي دغه بدمرغۍ چې نږدې څلور لسيزې کېږي ورکې شي.

هشت صبح ورځپاڼه هم په همدې تړاو لیکنه لري او له ملي دفاع وزارت څخه هیله لري تر څو د غازي آباد دپېښې په تړاو را پورته شویو پوښتنو او ابهامونو ته ځواب ووایي.

یاده ورځپاڼه هم له دندې څخه د ملي دفاع وزارت له خوا د کنړولایت اړوند د ملي اردو د نهو تنو افسرانو لیري کېدو ته پاملرنه کوي خو پدې اند ده چې باید د مجازاتو لړۍ یوازې پرټېټ رتبه او د منځنۍ کړۍ پرافسرانو پلي کول به نا انصافي وي او د ورځپاڼې په کرښو د هېواد په ختیز کې ځای پرځای د ملي اردو د قول اردو قوماندان هم باید له دندې ګوښه کړای شوی وای.

دغه ورځپاڼه د ملي دفاع وزارت له چارواکیو غواړي ترڅو پدې اړه دخلکو پوښتنو ته ځواب ووایي چې د غازي آباد دپېښې حقیقت څه ډول و؟ کومو چارواکیو له خپلو دندو څخه څه ډول غفلت کړی دی او د طالبانو نفوذي وګړي ولې پرخپل وخت نیول شوې ندي؟ آیا دا پېښه یوازې د هغه افسرانو او چارواکو د ټنبلۍ له امله وه چې له دندو ګوښه کړای شول، یا داچې په مرکزکې هم ځیني کړیو لټي او سهل انګارې کړې ده ؟

هشت صبح همدارنګه ددې غوښتنه لري چې د غازي آباد ولسوالۍ د پېښې په تړاو د ناټو د هوایي ځواکونو ونډه هم جوته شي چې آیا دوی د مخالفینو د ټکولو لپاره سیمي ته الوتکې استولې وې که نه؟

ملي باور ورځپاڼه هم د ملي دفاع وزارت له خوا د ملي اردو د نهو تنو افسرانو ګوښه کولو ته اشاره لري او د نورو ورځپاڼو په څېر پدې اند ده چې باید د ولسمشر د حکم مطابق څېړنه وشي او په ډاګه شي چې د غازي آباد ولسوالۍ په خونړۍ پېښه کې چا پې پروایي کړی ده ؟ د ملي اردو مقاومت کمزوری و،وسله وال یرغلګر ځواکمن و که د ملي اردو ددې مرکز په دننه کې د طالبانو غړي او ارتباطیان ځای پرځای شوي وو؟

یاده ورځپاڼه پدې نظر هم ده چې د غازي آباد د خونړۍ پېښې په تړاو اړینه ده چې د کونړ ولایت له ځایي چارواکیو څخه هم جدي پوښتنې ګروېږنې وشي او په دوی کې هم غافل او ملامت چارواکي هم له دندو لري او حساب کتاب ورسره وشي او د ورځپاڼې په کرښو باید د اردو اوملکي ادارو د لیری کړای شویو چارواکو پرځای باید وړ، ژمن اوغوره افراد وګومارل شي.

چراغ ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې پرهمدې موضوع بحث کوي او پدې اند ده چې د افغان زلمیانو وینه د سیاسي رهبرانو د لوبو په ګرو کې ده، اود غازي آباد د خونړۍ پېښې په تړاو د ولسمشر کرزي کړنو ته ګوت نیونه کوي او پدې اند ده چې نوموړي له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو په خوشي کولو سره ددې پېښې د رامنځ ته کېدو زمینه برابره کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption امنيتي ادارې وايي لا له وړاندې يې پر دغې پوستې د بريد خبر له امنيتي چارواکو سره شريک کړی و

د چراغ د سرمقالې لیکوال وړاندې بیا د ولسمشر حامد کرزي له اړخه د طالبانو دیوه وژل شوي مشر درناوی او په دولتي چورلکه کې د هغه دمړي لېږدونه هم یادوي او پدې باور ده چې ولسمشر کرزی د هېواد په تاریخ کې تر ټولو زیات قوم پالونکی ولسمشر دی.

هېواد دولتي ورځپاڼه هم پوښتنه کوي چې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل کېدو لاملونه کوم دي؟ او تر دې سرلیک لاندې لکه نورې ورځپاڼې له دندې څخه د ملي اردو د ۹ افسرانو ګوښه کول یادوي او د هغه راپورونو څېړل غواړي چې د ملي امنیت اداره وایي د غازي آباد تر خونړۍ پېښې وړاندې یې د دې ډول پېښې له احتمالي پېښېدو څخه د کونړ سیمه ییزو ادارو ته احوال ورکړی و.

دا دولتي ورځپاڼه وړاندې بیا د ملي اردو او وسله والو طالبانو وسله، مهمات او نور پوځي تجهیزات سره پرتله کوي او په داسې حال کې چې ملي اردو ځواکونه له هر لحاظه پر وسله والو طالبانو برلاسي ګڼي، پدې باور ده چې دغازي آباد پر پوستو د وسله والو طالبانو دا برید یوازې د پاکستاني پوځ د نېغ په نېغه مرستې سره ترسره شوی دی.

دجامعه باز یا پرانیستې ټولنې ورځپاڼه هم د غازي آباد د خونړۍ پېښې په تړاو د بېلابېلو امنیتي ادارو تر منځ له نا همغږۍ خبرې کوي او پدې اند ده چې دغې ناهمغږۍ د تېرو څو کلونو په ترڅ کې له ولس څخه قرباني اخیستې ده.

دغه ورځپاڼه د ملي اردو اړوند دنهو تنو د ګوښه کولو بېړنۍ اقدام هم ددې لپاره ګڼي چې د ولس له خوا ددې پېښې د څرنګوالي په تړاو پر دولت باندې بېلابېل فشارونه دوام لري.

ورته مطالب