"افغان روغتیایي خدمتونه په نشت برابر دي"

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه په خپل وروستي رپوټ کې وایي په افغانستان کې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی لا هم ډېر کم دی.

د انځور حقوق AFP

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې له دې هېواد سره له بېلابېلو لارو مالي مرستې شوي.

دا ټولنه وایي د روغتیایي خدماتو په برخه کې د ښه والي رپوټونه بې بنسټه دي، او که له ناروغانو پوښتنه وشي نو حالت بیخي بل ډول دی.

دا رپوټ تېر کال د شپږو میاشتو په موده کې چمتو شوی، او په ترڅ کې یې په هلمند، کابل، خوست او کندز ولایتونو کې له ۸۰۰ ناروغانو سره خبرې شوي.

ډېریو خلکو وویل د روغتیایي خدماتو ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې لېري پرتو ښارونو ته سفر وکړي.

سیمه ییز خلک دا شکایت هم کوي چې په ځایي روغتیایي مراکزو کې درمل، روزل شوي ډاکټران، برق او نور ضروریات نشته.

ځیني خلکو وویل خپلوان یې ټوله شپه ناروغه وو او حالت یې بد و.

خو دوی دعا کوله چې تر سهاره ژوندي پاتې شي.

ځکه د شپې له خوا سفر خطر لري او روغتون ته د ناروغانو رسول ناشونې ده.

روغتون ته د سفر پر وخت ډېر خلک له ځمکنیو ماینونو، د تلاشۍ له پوستو او د وسله والو له ځورونې سره هم مخ شوي وو.

رپوټ پر نړیوالو مرستندویه ټولنو او افغان حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره دې د روغتیا په برخه کې د خلکو اساسي ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.

ورته مطالب