د تړون نه لاسلیک د اوږدمهال امنیتي هوکړې مخه نیسي

هېګل او ډېمپسي د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ويلي چې پنتاگون له افغانستان نه د بشپړې وتنې پر احتمالي پلانونو کار پيل کړى.

ناټو پرېکړه کړې چې د کال تر پايه د ټولو د عسکرو د ايستلو په گډون په افغانستان کې پر هر ډول انتخاب غور وکړي.

د ناټو سرمنشي انرېس فو راسموسين وويل بشپړه وتنه د دوى غوښتنه نه ده، خو ښايي له دې پرته بله لار پاتې نه وي:

''که د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون لاسليک نه شي، ناټو هم نه شي کولى له افغانستان سره د اوږده مهال امنيتي هوکړه وکړي."

ولسمشر حامد کرزى له امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليک نه د خپلو شرطونو تر پوره کېدو ډډه کوي، خو د ناټو سرمنشي وايي دا کار ددې سبب شوى چې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان نه د بشپړې وتنې احتياطي پلانونه چمتو کړي:

"ددې تړون د لاسليک ځنډېدو په افغانستان کې زموږ چارې گرانې کړې دي. اوس ددې کلکه اړتيا ده چې په افغانستان کې د ناټو پر پلانونو ددې ځنډ اغېز له سره وڅېړل شي."

ددغې بيا کتنې هوکړه په برسلز کې د ناټو د غړو هېوادو د دفاع وزيرانو په غونډه کې شوې ده چې له امريکا نه ددفاع وزير چک هېگل ورغلى و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption راسموسېن: ''اوس ددې کلکه اړتيا ده چې په افغانستان کې د ناټو پر پلانونو ددې ځنډ اغېز له سره وڅېړل شي''.

ښاغلي هيگل هم ويلي چې پنتاگون له افغانستان نه د بشپړې وتنې پر احتمالي پلانونو کار پيل کړى دى او دا هغه انتخاب دى چې د هغه په وينا ښايي د افغان پوځ د پاشل کېدو لار پرانيزي.

تر دې وړاندې د امريکا لوى درستيز هم کابل ته د ورتگ پرمهال ويلي و چې د امنيتي تړون لا ځنډېدل ښايي طالبان نور زړور کړي.

د جنرال مارتين ډېمپسي په وينا افغان ځواکونه لا هم روزنيزو او لوژستيکي مرستو ته اړ دي:

"هغه څه چې افغانان ورته اړتيا لري، هغه په لوژستيکي، مخابراتي او روغتيايي برخو کې زموږ تخصص دى چې وکړاى شي د وخت په تېرېدو سره خپل داسې سيستمونه جوړ کړي چې ددغه ځواک وړتيا وساتلى شي.

په جگړو کې د افغان ځواکونو تاکتيکي وړتيا ثابته شوې او هغوى پر ځان پوره ويسا لري، يوازې بايد اوس د خپلو لوژستيکي، استخباراتي او مخايراتي اړتياوو د پوره کولو لارې ومومي."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

که له امريکا سره تړون وشي نو ښايي د اتو او دولسو زرو تر منځ امريکايي پوځيان د افغان پوځ او پوليسو د روزنې او ننگې له پاره په هغه هېواد کې پاتې شي.

د ناټو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ د وزيرانو غونډې ته وويل چې بشپړ وتل د هغوى د زړه غوښتنه نده او د هغه په باور به افغان ولس هم ددغې پرېکړې هرکلى ونه کړي.

خو ښاغلي راسموسين گواښنه وکړه چې ترخه رېښتا داده چې که له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نشي، د افغان پوځيانو د روزنې له پاره به پرسونل او پروگرام هم پاتې نشي.

ورته مطالب