غزني کې ټکر پنځه مساپر وژلي

Image caption د غزني روغتون چارواکي وايي، دوی ته له پېښې پنځه مړي ور وړل شوي.

د کابل- غزني پر لویه لاره د غزني روضې کوتل کې دوه مساپر وړونکي موټر ټکر شوي، چې له کبله یې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي.

د غزني د عامه روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت وايي، پېښه نن سهار (شنبه/ کب لسمه) سهار شاوخوا اووه نیمې بجې شوې ده.

نوموړی وايي، دوی ته پنځه مړي او درې ټپیان ور وړل شوي.

په وژل شویو کې یوه مېرمن او ټپیانو کې یو ماشوم دی.

همت د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د غزني د امنیت امر اسدالله انصافي هم د پېښې پخلی کړی او وايي چې ټکر د موټر د ډېر چټکوالي او سړک د خرابتیا له کبله رامنځ ته شوی.

په ټکر کې د مساپرو هغه دوې کرولاوې ټکر شوې، چې یوې یې له کابله غزني ښار او بلې له غزني کابل ته مساپر لېږدول.

وژل شوي له کابله غزني ته تلونکي مساپر وو، چې ټول وژل شوي او ټپیان د غزني اوسېدونکي دي.

د روضې کوتل د ډېرو بار وړونکو موټرو له کبله جر شوی او زیاتره برخه یې جمپونه دي.

د انځور حقوق Thanh Nien
Image caption چارواکي د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل د موټر چلونکو بې احتیاطي او ګړندي چلول بولي.

افغان چارواکي وايي هر کال د ترافیکي پېښو له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي. یوازې تېر کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر پنځو زرو ډېر ترافیکي پېښې شوي چې نژدې دوه زره کسان پکې وژل شوي او تر پنځو زرو ډېر نور ټپیان شوي.

افغانستان په نړۍ کې پنځم هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کیږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (ډبلیو ایچ او) د سروې له مخې له اریتریا، کاک جزیرو ، لیبیا او مصر وروسته افغانستان هغه هېواد دی چې په ترافیکي پېښو کې په کې ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي.

ددې سروې پر بنسټ، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې نهه دېرش تنه په ترافیکي پېښو کې مري.

ورته مطالب