افغانستان بنګله دېش مات کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان کرکېټ لوبډلې بنګله دېش لوبډله ماته کړه

د بنګله دېش په فتح الله ښار کې نن(شنبه د مارچ لومړی) د کرکېټ لوبې په تاریخ کې یوه بېساري پایله ولیدل شوه.

د آسیایي هېوادونو د اتلولیو په لړ کې افغانستان د بنګله دېش ملي لوبډلې ته حېرانوونکې ماتې ورکړه.

دا په دې کچه د افغانستان یوازې څلورمه لوبه وه، او دا لومړی ځل دی چې افغانستان د آسیایي هېوادونو په اتلولیو کې برخه اخلي.

د افغانستان لوبډله لومړی منډو ته راووتله.

یو وخت داسې و چې په ۹۰ منډو یې پنځه لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو د لوبې حال هغه وخت بدل شو چې اصغر ستانکزي او سمیع الله شینواري خپله ملګرتیا پیل کړه.

دا دواړه لوبغاړو د پاکستان پرضد نه وو ځلېدلي، او طبعاً نن یې هڅه کوله چې د ښه لوبه وکړي.

همداسې وشول. دوی د شپـږمې وېکټې په ملګرتیا کې په ۱۳۸ توپونو ۱۶۴ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي ۹۰ او سمیع الله شینواري ۸۱ منډې وکړې.

د دوی ملګرتیا د افغانستان ټولې منډې ۲۵۴ ورسولې.

د شنونکو په وینا دا کافي منډې وې.

په ځواب کې د بنګله دېش لوبې پیل دومره ښه نه و.

شاپور ځدراڼ په خپل لومړي اوور کې د بنګله دېش لومړی لوبغاړی وسوځاوه.

لږه شېبه وروسته حمید حسن هم وځلېد او دویم لوبغاړی یې وسوځاوه.

خو راتلونکو لوبغاړو د افغانستان د بالرانو بریدونه یو څه را تم کړل.

کپتان مشفق الرحمن د مومن الحق سره د ۶۸ منډو ملګرتیا وکړه.

مومن په یوازې ۷۱ منډې وکړې خو د بنګله دېش قسمت په دې بد و چې وېکټې یې له لاسه ورکړې.

په پای کې یې ټوله لوبډله په ۲۲۲ وسوځېده او افغانستان په دې توګه دا لوبه په ۳۴ منډو وګټله.

سمیع الله شینواري د خپلو ۸۱ منډو تر څنګ یوه ویکټه هم واخیسته او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

دې بېسارې بریا نه یوازې د کرکټ عادي مینوال بلکې د دې لوبې شنونکې هم حېران کړل.

اوس به کتل کېـږي چې افغانستان د سريلانکا او هند پر ضد په خپلو پاتې دوه لوبو کې څومره ځلېـږي.

د افغان ولسشمرۍ دفتر د یوې خپرې شوې اعلامیې په لړ کې لیکي چې ولسمشر حامد کرزي افغان لوبډلې مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړه.

اعلامیه زیاتوي، ولسمشر حامد کرزي په خپله دا لوبه کتله او خوښي یې څرګنده کړه.

ولسشمر ویلي که افغانان همداسې خپلو لوبو ته دوام ورکړي، په نړیوال ډګر کې به لویې بریاوې تر لاسه کړي.

ورته مطالب