د ولایتي شوراګانو د نوماندانو تحصیلي اسناد ارزول کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي شوراګانو د هغو څه باندې څلور سوو نوماندانو د تحصیلي اسنادو د ارزولو لړۍ پیل کړه، چې اسناد یې تر شک لاندې وو.

نن (یکشنبه د مارچ دویمه) له دې ډلې ۹۰ تنه دغه کمېسیون ته ورغوښتل شوي وو.

له بله پلوه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په ملاتړ غونډې جوړې شوې دي.

له کابله ګلستان شینواری په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي هر هغه څوک چې د افغانستان ولایتي شورا ته ځان نوموي، یو شرط یې دا دی، چې له ۱۲ ټولګي د فراغت سند ولري.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دغه شرط د پلي کېدو په موخه د ولایتي شوراګانو ۹۰ تنه نوماندان نن د تحصیلي اسنادو د ارزولو لپاره ورغوښتي وو.

ټاکل شوې چې دغه بهیر درې ورځې روان پاتې شي او په ترڅ کې به یې هغه څه باندې ۴۰۰ نوماندان د سپیناوي لپاره دغه کمېسیون ته ورغوښتل شي، چې تحصیلي اسناد یې تر شک لاندې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون چارواکي وايي، د پوهنې وزارت لخوا دوی ته ویل شوي وو، چې دغه کسان تعلیمي اسناد نه لري.

د دغه کمېسیون ویاند نادر محسني وايي، په همدې موخه یې دا نوماندان د دې کمېسیون ارزوونکو غونډو ته وربللي دي.

چارواکي وايي د پوهنې وزارت د نوملړ له مخې دغو کسانو د هېواد په داخلي تحصیلي موسسو کې او یا هم له هېواده بهر تحصیلي موسسو د فراغت اسناد نه لرل. د دې لپاره چې دا حق ضایع نه شي، دغه کسان یوې علني ناستې وغوښتل شول او ترې وپوښتل شول چې د فراغت اسناد وړاندې کړي.

د چارواکو په خبره د هغو ۹۰ کسانو اسناد چې نن و ارزول شول، د پوهنې وزارت د نوملړ خلاف ډېری یې اصلي او قانوني وو.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۷۱۳ کسانو ځانونه ولایتې شوراګانو ته نومولي، چې ۳۰۸ تنه پکې مېرمنې دي.

ټاکل شوې چې دغه نوماندان خپل ټاکنیز کمپاینونه د کب میاشتې په ۱۳ نېټه پیل کړي.

له بله پلوه، د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندانو ټاکنیزې مبارزې روانې دي.

په دې لړ کې نن په کابل کې د ګل اغا شېرزي په ملاتړ یوه غونډه جوړه شوه، چې د یو شمېر قومي مشرانو په ګډون لسګونو کسانو په کې ګډون وکړ.

همدراز د ولسمشرۍ د یوه بل نوماند اشرف غني احمدزي په ملاتړ په فراه او فاریاب ولایتونو غونډې جوړې شوې.

د قانون له مخې، د ولسمشرۍ نوماندان د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره دوه میاشتې او د ولایتي شوراګانو نوماندان یوه میاشت وخت لري.

ورته مطالب