افغان ځواکونو د نالوستۍ ستونزه

افغان پوځيان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، یوازې درېمه برخه افغانان لیک او لوست کولی شي.

د امریکا یوه څېړنیز مرکز د سروې له مخې، که څه هم پر افغان ځواکونو د نالوستۍ له منځه وړلو په هدف ډېره پانګونه شوې، خو ددغو ځواکونو په لیکو کې تر نیمايي ډېر پوځيان په لیک او لوست نه پوهېږي.

د افغان ځواک ۳۴ کلن پوځي علي اکبر وايي" ډېر ارمان راځي؛ ځکه چې زه په لیک او لوست نه پوهېږم".

اکبر د غزني ولایت اوسېدونکی دی، چې په ۲۰۰۸ کال افغان پوځ ته شامل شوی.

هدف یې د بې سوادۍ له منځه وړل وو.

دی وايي: "کله چې خبر شوم چې لیک او لوست به زده کوم، نژدې وه چې له خوشحالۍ والوځم".

خو لکه څرنګه چې هغه نیت درلود، دومره ډېر څه یې زده نه کړل.

اټکل و، چې د نالوستۍ له منځه وړلو پروګرام کې به اکبر باسواده شي، لومړني توري او تر زرو پورې شمېرې به زده کړي، همداشان خپل نوم او لنډې کلمې لیکل او لوستل به هم زده کړي.

خو په زده کړه کې تر ډېرو ساعتونو پورې پر بوختیاوو سربېره، چې د ټول ټال زده کړې د ساعتونو شمېر یې ۶۴ ته رسېده، لاهم د افغان ملي اردو دغه سرتېری د خپل نوم لومړني درې توري نه شي لیکلی.

اکبر وايي "دغه پروګرام ډېر کم وخت دی، او ډېر زیات څیزونه په کې ښودل کېږي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روزنې توکي په پښتو او دري دي.

نوموړی زیاتوي "زما هم عمر کسانو ته په زده کړه کې ډېر وخت ته اړتیا ده".

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، یوازې درېمه برخه افغانان لیک او لوست کولی شي.

د افغانستان تر نژدې دېرش کلنې جګړې او ګډوډیو وروسته، ګڼې کورنۍ لاهم خپل بچیان ښوونځي ته نه شي استولی.

د امریکا متحدو ایالتونو د افغان ځواکونو په لیکو کې د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره د یوه پروګرام په مټ ۲۰۰ میلیون ډالر پانګونه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال په پیلېدو سره به د پوځ زیاتره غړي لیک او لوستی کولی شي.

خو سږ کال د افغانستان د بیارغونې برخه کې څارنې د کمېټې له لوري خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې امریکايي ځواکونو یوه چارواکي منلې ده، چې اوس په واقعیت کې دغه هدف ته رسېدل ستونزمن دي.

ناورین

په افغان پوځ کې د بې سوادۍ ستونزه لویه ستونزه ده.

اکبر وايي، د لیک او لوست پرمهال تر ټولو لویه ستونزه یې دا وه، چې دغه پروګرام کې تر حد ډېر درس ورکول کېده، خو پایلو ته یې ډېر پام نه کاوه، چې سیګار هم دا نیمګړتیا منلې ده.

اکبر زیاتوي: "زموږ ښوونکي بد نه وو، خو دغه پروګرام یې د قرارداد له مخې عملي کاوه، او دا دوی ته مهمه نه وه، چې ایا موږ څه زده کوو او که نه".

"زما ورور چې لاهم په ښوونځي کې دی، زموږ تر ښوونکو ډېر پوهېږي او کله چې ما ګوري هېڅ توري نه شم لوستی".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption علي اکبر د لیک لوست پروګرام کې ډېر کم زده کړي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې تر لږ وخت وروسته یو شمېر پوځيانو د نالوستۍ له کبله دندې پرېښې دي.

سیګار وايي، نژدې نیمايي هغه پوځيان وتلي، چې د لنډمهال لپاره یې لیک او لوست بشپړ کړی دی.

اکبر وايي "زموږ ځینې ملګرو د زده کړې ښه استعداد درلود، ژر یې یوڅه زده کول، خو بیا وروسته له پوځه ووتل".

"یوازې لیک او لوست به یې چې زده کړ، د دندې موندل ورسته اسانه کار و".

اکبر هیله لري چې زوی یې په ښوونځي کې لیک او لوست زده کړي او یوه ورځ هغه لیک او لوست ده ته وروښيي.

دی وايي، زوی یې عملاً د انځورونو کتلو لپاره د مجلې د پاڼو اړول راړول پیل کړي، خو لاهم په لیک او لوست نه پوهېږي.

د اکبر په وینا" بې سوادي د ړوندوالي په څېر ده".

ورته مطالب