کرزی: امریکا افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلې

حامد کرزی د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي دا هم ویلي د امریکا له لوري زیاتره بندي شوي افغانان بې ګناه دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، چې امریکا او لوېدیځ متحدین یې افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې افغانان په پردۍ جګړه کې وژل کېږي، چې افغانانو ته دې جګړې تر زیان رسولو پرته هېڅ ګټه نه ده رسولې.

کرزي ویلي، چې د واقعیت په پرتله القاعده یوه افسانه ده، او پروړاندې یې جګړه او مبارزه هم نامالومه ښکاريږ

د تېرې مشورتي لویې جرګې وروسته کله چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لپاره شرطونه وړاندې کړل، د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

یوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له حامد کرزي سره پر تیلېفون وغږېد او پنتاګون ته یې له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ایستلو او چمتووالي امر وکړ.

خو د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن هم څو ځلې ټینګار کړی، چې د امنیتي تړون د نه لاسلیکېدا په صورت کې به ناټو سرتېري افغانستان کې خپل ماموریت غځولو ته زړه ښه نه کړي.

ولسمشر حامد کرزي د واشنګټن پوست پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، ښه به دا وي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر امنیتي تړون لاسلیک کړي.

اوس د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ټول نوماندان پر خپلو ټاکنیزو منډو ترړو بوخت دي، تقریباً ټولو نوماندانو له امریکا سره د تړون لاسلیکولو پلوي کړې ده.

خو حامد کرزي پخپله تازه مرکه کې ویلي، چې "تر دې وروسته پرته له دې چې د امریکا د جلبولو لپاره خپل غږ پورته کړو، بله هېڅ وسله نه لرو".

د راتلونکې میاشتې ټاکنو په اړه حامد کرزي ویلي، چې هره ورځ یې ډلې ډلې خلک دفتر ته ورځي او د ده ملاتړ اعلانوي.

نوموړي دا ادعا هم کړې ده، چې ان ځینو کسانو له دغه غوښتي، چې په واک پاتې شي.

کرزي ویلي، چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې په اړه نه غواړي څه ووايي.

نوموړي بیا ټینګار کړی، چې امریکا دې د طالبانو او اورپکو جرړې پاکستان کې وباسي، نه د افغانستان په کلیو او بانډو کې.

په مرکه کې افغان ولسمشر ټینګار کړی، د امریکا د خلکو ته سلام وايي، خو له حکومت سره یې اړیکي ترینګلي دي.

حامد کرزي دا هم ویلي د امریکا له لوري زیاتره بندي شوي افغانان بې ګناه دي.

د افغانستان تېره دیارلس کلنه جګړه کې تر دوو زرو ډېر امریکايي پوځيان وژل شوي او امریکا د افغانستان د بیارغونې او له القاعدې او طالبانو سره پر مبارزې نژدې ۶۰۰ میلیارد ډالر لګولي دي.

ورته مطالب