ولسمشر کرزی سریلانکا ته په سفر ولاړ

د انځور حقوق
Image caption حامد کرزي خپل سفر د افغان پوځيانو د وژل کېدو له مله ځنډولی و

ولسمشر حامد کرزی د هغه درې ورځني سفر په موخه سریلانکا ته نن روان شو چې په کونړ کې يې د طالبانو په یوه بريد کې د ۲۱ سرتیرو د وژل کیدو لاامله ځنډولی و.

دا سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه تر سره کیږي.

د دواړو ولسمشرانو ترمنځ به د روغتیا، لوړو زده کړو او سپورت په برخه د همکارۍ تړونونه لاسليک شي.

په افغانستان کې د سریلانکا د بشري ځواک د ګمارلو په برخه کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به هم تړون لاسليک شي او تر څنګ به يې د تفاهم درې يادښتونه هم لاسليک شي.

ولسمشر کرزی د سریلانکا د ولسمشر مهیندرا راجاپاکسا په بلنه د هغه هیواد پلازمینې کولمبو ته روان شو.

ټاکل شوې وه افغان ولسمشر حامد کرزی څو ورځې وړاندې سريلانکا ته سفر وکړي، خو په کونړ کې د افغان ځواکونو د وژل کېدو له امله يې دغه سفر وځنډاوه.

د کونړ د غازي اباد په بريد کې ۲۱ افغان پوځيان ووژل او شپږ نور وسله والو له ځانه سره بېولي دي.

د دغې په تړاو د بې پروایی له امله د افغانستان د دفاع وزارت ۹ لوړپوړي پوځي افسران له دندو ګوښه کړل.

افغان لوری د دغو وژنو پړه پر هغو وسله والو اچوي چې په پاکستان کې پتنځایونه لري، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

ورته مطالب