چغچران کې د روسي عسکر د ژوندانه لوړې ژورې

Image caption د نورمحمد کور د چغچران ډېرو اوسیدونکو ته مالوم دى

په افغانستان کی د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر ژوندي پاتې شوي عسکر د خپل ژوند د لوړو ژورو په اړه په زړه پورې کیسې لري.

یو له دغو عسکرو سرگې له نژدې دېرشو کلونو راهيسته د غور په یوه لرې پرته او غرنۍ سیمه کی اوسېږي.

اوس يې چغچران کې خلک د نور محمد په نامه پېژني. دی ۲۹ کاله مخکې د یوې لفظې شخړې په پایله کې د شوروي له نورو عسکرو جلا او په غور کې له مجاهدینو سره یوځای شو.

نورمحمد وروسته مسلمان شو، واده یې وکړ او اوس څلور لوڼې او دوه زامن لري.

د نورمحمد د کور پته د چغچران ډېرو اوسېدونکو ته مالومه ده.

کور يې د چغچران ښار شمال شپږ کیلومترۍ کې په شیخها کلي کې دى.

د غور د یو ه مدني فعال په ملگرتيا مې د شیخها کلي لار ونيوله.

کله چې د نور محمد سره مخامخ شوم هېڅ فکر مې نه کاوه چی دا به هماغه سرګې د شوروي پاتی شوی عسکر وي.

جګ قد، اوږده ږیره، د غور دودیزې جامې يې اغوستې او په غورۍ لهجه یی خبرې کولې.

نورمحمد د غره په ډډه کی له خټو جوړ شوي داسې کوچني کور کې اوسېږي چی دېوالونه نه لري او یوازې دوې کوچنۍ خونې لري.

Image caption نور محمد د غور دودیزې جامې اغوستې او په غورۍ لهجه خبرې کوي

که څه هم له وړاندې خبر وم چې نور محمد ولې افغانستان کې پاتې شوى و، خو د ده نه زما لومړنۍ پوښتنه دا وه چی څنګه د هغه مهال د يوه پياوړي زبرځواک یو عسکر په افغانستان کې پاتې شو او دېرش کاله کېږي چې دلته ژوند کوي.

نور محمد چی د هرې پوښتنې ځواب په خندا سره ورکوي زما د دی پوښتنی په ځواب کی هم په طنزي ډول ځواب ورکړ.

"خبره خو داسې وه چی مجاهدین ډېر چالاک خلک و. دوی فکر وکړ چی که ده ته واده وکړو نو پښې به يې بندې شي او بیا به دلته پاتې شي. همداسې هم وشول. ښځه شوه، اولادونه شول او په همدې ډول پاتې شوم."

نوموړی زیاتوي "کله مې چی د مجاهدینو سره وخت تېر کړ پوه شوم چی د افغانستان عام خلک شوروي نه خوښوي او دښمن یی بولي"

یوازې یو ارمان

نورمحمد تر دی مخکی يوځل په بلخ ولایت کی د خپلې مور سره هم لیدلې دي. کورنۍ یی نور محمد ډېر هڅولی چی بېرته روسیې ته ستون شی خو د ده ځواب تل منفی و.

"زه نه غواړم چی بېرته روسیې ته ولاړ شم. زما په ژوند کی بل هېڅ شی نه دي پاتې. یو کم پنځوس کاله می عمر دی. یوازې دا ماشومان می لوی کړم، بل کوم ارمان نه لرم."

نور محمد د چغچران په ښار کی مستري خونه لري. د چغچران ډېری اوسېدونکی وایي په هر ډول تخنیکي چارو کی ورته اړ دی.

خواږه او ترخه يادونه

نور محمد په خورا خوند سره د خپلو ځينو ترخو او خوږو يادونو نکل کوي.

وایی کله چی د مجاهدینو سره یوځای شو مجاهدینو يې تود هرکلی وکړ خو بیا شکمن شول او پيره به یی پرې کوله.

څه موده همداسی تېره شوه خو کله چی د دوی نوی قوماندان ستار خان راغی نورو ته یی وویل چی دا ښه کار نه دی. خپله راغلی خوښه یی چی پاتې کېږي او که ځي.

نور محمد وايي "د غور په یوه لرې پراته کلي کې وم چې خبر شوم د شوروی ځواکونه له افغانستانه وتلي."

څنګه خبر شوې؟

"بي بي سي هم وویل او موږ ته له مرکزه هم راپور راورسېد."

له نور محمد نه مې وپوښتل چې اوس له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په اړه څه فکر کوي؟

نور محمد وویل "دا دومره وخت چی امریکایان دلته پاتې شول هېڅ د پام وړ لاسته راوړنه یی نه درلوده."

"ښه دي چی ولاړ شي. د بیارغونې او پروژو په اړه نه وایم. یوازې د امنیت په اړه وایم چی دومره کار نه دی شوی."

"اوس هم هغه قوماندانان واک لري چې تېرکې يې خلک کړولي دي."

پياوړى واکمن

Image caption نورمحمد څلور لوڼې او دوه زامن لري

نور محمد په افغانستان کی له نژدې دېرشو کلونو پاتې کېدو وروسته لا هم د تابعیت پېژند پاڼه نه لري.

نوموړی وایی څلور میاشتې کېږي چې له روسیې د خپلو اسنادو تلاسه کولو هڅه کوي.

سره له دې چې نور محمد د تابعیت تذکره نه لري خو ځان د افغانستان تبعه بولي.

نوموړی د افغانستان د راتلونکي دولت او ولسمشر په اړه هم فکر کوي او د راتلونکي ولسمشر لپاره ی هم خپل معيارونه لري.

"زه خو یوازې خپل شخصی نظر بیانوم او وایم چی په افغانستان يو پرېکنده او پياوړي واکمن ته اړتيا لري. ځکه له دې ډول واکمن پرته افغانستان پر مخ نه ځي. خلک له بډو تر دوه پوزې پورې راغلي دي. هر چیرې چې ولاړ شي درته وایی څو راکوې؟"

په افغانستان کی د شوروي د لادرکه شویو عسکرو د موندنې کمېټه وایی ګومان کوي چی په دغه هېواد کې د شوروي ۲۶۰ عسکر ژوندي لادرکه شوي دي.

دغه کمیټې په وروستیو کلونو کې ډېرې هڅې کړې چی دغه عسکر پيدا کړي او بېرته یې روسیې ته وروگرځوي.