ننګرهار: وسله والو د نیول شويو ۳۰ تنه خوشي کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption يو مخور فريد مومند وايي دغه کسان له شرط پرته خوشي شوي دي

په ختيځ ولايت ننګرهار کې وسله والو د هغو کسانو له ډلې شاوخوا ۳۰ تنه بېرته خوشي کړي، چې يوه اوونۍ وړاندې يې نيولي وو.

راپورونه وايي چې وسله والو دغه کسان د ګوشتې په ولسوالۍ کې نيولي وو او نژدې ۱۰ کسه لا هم په بند کې دي.

د لالپورې ولسوال قاضي طارق صاحب زاده وايي خوشي شوي د لالپورې او ګوشتې ولسوالۍ د مخورو د ګډې جرګې د هلو ځلو په پايله کې وسله والو پرېښي دي.

دی وايي يرغمل کوونکو له نيول شويو غوښتي و، چې د ګوشتې خلک به له حکومت سره مرسته نه کوي.

دی وايي د وسله والو بل شرط دا وو، چې ځايي خلک به د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په راتلونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي.

خو يو قومي مخور او د ولسي جرګې غړي فريدون مومند وايي دغه کسان له شرطونو پرته خوشي شوي دي.

مخکنی راپور

تېره اونۍ شاوخوا څلویښت کسان هغه وخت د وسله والو له خوا وتښتول شول چې د ننګرهار د لالپورې ولسوالۍ له لارې تورخم په لور روان ول.

د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ د هغو شاوخوا څلویښتو تښتول شو ولسي وګړو برخلیک لا نه دی معلوم شوی.

وسله والو طالبانو د دوی په اړه لا څه نه دي ویلي. خو د سیمې خلکو یوه جرګه وسله والو سره د خبرو لپاره ورلیږلې ده.

جلال اباد کې زموږ همکار ببرک میاخیل وایي، دغه کسان د تورخم په لور روان وو چې د لالپورې په اړونده سیمه کې وسله والو له موټرو نه کوز کړل، او یو تن یې په هغه ورځ وواژه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی فریدون مومند وایي، د (جنود خراسان) په نوم یوې وسله والې ډلې دوی یې د پاکستان پولې ته نژدې درینه اوپرچاو په نوم یوې سیمې ته بیولي، او له دولت سره د همکارۍ په تړاو یې نیولي، خو لا تر اوسه د یرغمل کوونکو سره مخامخ خبرې نه دي شوي.

ورته مطالب