لاسلیکلي پاسپورټونه بې اعباره کېږي

Image caption د راتلونکي ۱۳۹۳ لمریز کال تر پایه به زاړه پاسپورتونه د اعتبار وړ نه وي.

د راتلونکي لمریز کال له پیله به په افغانستان کې الېکترونیکي پاسپورتونه د لاسلیکلو پاسپورتونو ځای ونیسي او د یاد شوي کال تر پایه به لاسلیکلي پاسپورتونه نور د اعتبار وړ نه وي.

افغان چارواکي وايي، چې د دغه پروګرام په عامېدو به د جعلکارۍ او یوه کس ته له یوه نه زیاتو پاسپورتونو د وېشل کېدو مخه ونیول شي.

د پاسپورت ریاست وايي، د ۱۳۹۳ کال له پیل څخه په افغانستان کې د الکترونیکي پاسپورتونو ویشل پیل شي.

د نويو پاسپورتونو وېش به په هرات، پروان، کاپيسا، کندهار، تخار، لوګر، کندوز، پنجشیر، او کندهار ولایتونو کې پیل شي.

کابل کې د پاسپورتونو رییس سید عمر صبورد وویل، پخواني پاسپورتونه به تر هغه د اعتبار وړ وي چې نړیوال هوايي چلند سازمان ته د اعتبار وړ وي.

تر هغو چې د زړو پاسپورتونو ویزې نويو پاسپورتونو ته لیږدول کیږي له زړو پاسپورټونو نه کار اخیستلی شي، او په پاسپورتو لګول شوي ویزې به نوو پاسپورتونو ته لیږدول کیږي.

ښاغلي صبوري زیاته کړه چې نوي الکترونیکي پاسپورتونو کې به د وګړو نښې نښانې، لکه: د سترګو عکس او د ګوتې نښان په کې ځای کیږي، چې د نړۍ په ټولو هوايي ډګرونو کې به د همدې وګړو دا نښې موجودې وي.

دا پروګرام د استرالیا ۷ میلیونو ډالرو په مرسته تر سره کیږي.

د افغان چارواکو په وینا، د دغو پاسپورتونو به وېشلو سره په د جعلکارۍ او یوه کس ته له یوه نه د زیاتو پاسپورتونو د وېشل کېدو مخه نیول کیږي.

د راتلونکي ۱۳۹۳ لمریز کال تر پایه به زاړه پاسپورتونه د اعتبار وړ نه وي.

ورته مطالب