ب.ن.س: بشري حقونه دې د ټاکنو اصلي موضوع وي

Image caption د بښنې نړیوال سازمان وایي، کاندیدان باید د بشري حقونو مسلې ته ډېر ارزښت ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنشنل) وایي د افغانستان ولسشمریزو ته ولاړ کاندیدان باید د خپل کمپاین پر مهال، د بشري حقونو مسله د خپلې اجنډا په سر کې راولي او هغه څنګ ته نه کړي.

د بشري حقونو د دې ډلې د افغانستان د برخې څېړونکې حریه مصدق وایي، په تېرو لسو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې په افغانستان کې زیات پرمختګ شوی دی.

خو د نوموړې په وینا لا هم په هېواد کې د میلیونونو کسانو لپاره د بشري حقونو موضوع د اندېښنتې وړ ده.

د راتلونکې افغان ادارې لپاره د ښځو او نجونو د حقونو د ساتلو مسله چې د تاو تریخوالي قرباني کېږي، خورا د پام وړ ده.

هغه زیاتوي، کاندیدان نشي کولی چې د بشري حقونو مسلې ته کم ارزښت ورکړي.

د مېرمن مصدق په باور "د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې ولاړ کاندیدان باید د لنډ مهالو ګټو لپاره د مېرمنو حقونه قرباني نه کړي. کنه دا به د پرمختګ پر ځای د شاته تګ پر لور ګام وي.

لاهم په افغانستان کې د بشري حقونو سر غړوونکو ته سزا نه ده ورکړل شوې."

د امنیستي انټر نشنل په باور د هغو کسانو ډېری چې اوس ولسشمرۍ او یا د ولسشمرۍ مرستیالۍ ته ولاړ دي، له بشري حقونو په سرغړاوي تورن دي.

د مېرمن مصدق په وینا، لا هم په هېواد کې ولسي مرګ ژوبله په زیاتېدو ده او د ناقانونه وژنو د مسولیت کچه ټيټه ده.

هغه وایي، افغان حکومت باید داسې ګامونه پورته کړي چې له هغو غچ وانه خیستل شي چې سیاسي نظر څرګندوي او یا د یوه او بل کاندید پر ګټه رایه ورکوي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې نړیوالې ژمنې عملي کړي.

د ادعا شوو وژنو مسولین معلوم کړي، که هغه افغان او یا هم نړیوال ځواکونه وي.

د مېرمنو او نجونو بشري حقونه خوندي کړي، د وینا ازادي تضمین کړي او د مرګ سزا پای ته ورسوي.

د افغانستان ولسشمریزې ټاکنې چې د وري په ۱۶مه تر سره کېږي، اوس د تبلیغاتي هلو ځلو لوړو څوکو ته رسېدلې دي او نوماندان سیمو ته تبلیغاتي سفرونه کوي.

ورته مطالب