ټاکنو کمسیون: ټاکنو کې پلوو چارواکو ته سزا ورکوو

Image caption د ټاکنو د کمسیون د دارلانشا مشر وایي دا ځل یې د ټکۍ د مخنیوي په موخه ګامونه پورته کړي دي

د ټاکنو د خپلواک کمسیون چارواکي وايي، د هغو حکومتي چارواکو په اړه به چې په دې وروستیو کې ېې د ټاکنو د کمسیون او د افغان ولسمشر د حکم خلاف په یو نه یو ډول د ولسمشرۍ د نوماندانو پلوي کړې، ګام پورته کوي.

د ټاکنو د کمسیون د دارلانشا مشر چې په کونړ کې د خبریالانو سره غږېده، وویل دا ځل ېې په ټاکنو کې د هر ډول ټګۍ د مخنیوي په موخه اړین کارونه کړي دي.

لکه چې نعمت الله کریاب له کونړه په خپل رپوټ کې کاږي، د ټاکنو د خپلواک کمسیون د دار الانشا مشر ضیا الحق امرخېل په کونړ کې خبریالانو ته وویل د هغه سرغړونو په اړه چې په دې ورستیو کې د یو شمېر حکومتي چارواکو له لوري ترسره شوي ګام واخلي.

نوموړی وايي ټولې تر سره شوې سرغړونې به ولسمشر کرزي ته په لیکلې بڼه وسپاري او ولس ته به هر څه روښانه کړي.

"په دې وروستیو څو ورځو کې ځینې حکومتي چارواکي لیدل شوي ،بالخصوص په دې درې څلورو ورځو کې، د ټاکنو خپلواک کمسیون په دغه موضوع د افغانستان د حکومت سره شریکوي او په ځانګړي ډول د افغان ولسمشره به ېې غوښتنه دا وي چې هغه فرمان چې ده صادر کړی، له هغه نه نظارت وکړي او هغه د کاغذ پر مخ پاتي نه شي.

هغه باید ولس ته ډاډ ورکړي او فرمان باید عملي بڼه ولري. د ټاکنو کمیسون د هر چا مرستې ته اړتیا لري: د حکومت، مدني ټولنو، رسنیو او کاندیدانو مرستې ته.

اما د حکومت مداخله یوه موضوع ده. د ټاکنو خپلواک کمسیون په دې تاکید کوي چې دا ځل به هېچا ته اجازه ور نه کړي. ولس دې په دې ډاډه وي چې که دوي چېرته مداخله کوي، د دوي څیرې به د ټاکنو کمسیون د افغانستان خلکو ته ور پېژني، د مداخلې په صورت کې به ېې د ټاکنو کمیسون دا ځل پر وړاندې ودرېږي او کمیسون له خپلې هرې کړنې نه ولس خبروي او د اړتیا پر وخت به له ولسه همکاري غواړي."

که څه هم ښاغلي امرخیل د ولس د همکارۍ خبره روښانه نه کړه خوخلک وايي که ټاکنې رڼې نه وي نو دحکومت دلاسوهنې په صورت کې به دنورې نړۍ له خلکو نه په الهام لارو کوڅو ته را وځي.

د افغانستان دټاکنو دخپلواک کمیسون چارواکي همدا راز هیله من دي چې د را روان وري د میاشتې ولسمشریزې ټاکنې به په لومړي پړاو کې بشپړې شي.

د دغه کمسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق امرخیل وايي که ټاکنې دویم پړاوو ته ځي، دوي هم ورته بشپړ چمتو والی لري.

ټاکل شوي د راتلونکي کال د وري په میاشت کې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

ورته مطالب